ترينکوټ (پژواک ۲۸ غويى ۹۳): د اروزګان والي ګواښ وکړ، چې که د دغه ولايت د پوهنې ستونزې هوارې نه شي، لاريونونه به وکړي.
دغه څرګندونې والي امان الله تيموري د غويي په ٢٨مه د دغه ولايت د پوهنې رياست د ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وکړې.
د نوموړي په وينا، په دې ودانۍ کې به ٣٤ خونې او ورسره نور ملحقات جوړېږي او د جوړولو چارې به يې په څلورو مياشتو کې بشپړې شي.
هغه زياته کړه چې پر دې پروژې ٢٣ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې د نړيوال بانک له خوا ورکول کېږي.
د والي په وينا، د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د پوهنې رياست د کارکوونکو ستونزې هوارې او خلکو ته به د ښه چوپړ وړ شي.
امان الله تيموري په دغه ولايت کې د پوهنې بهير له صفر سره برابر وباله او زياته يې کړه، که چېرې مرکزي حکومت جدي پاملرنه ونه کړي، نو پر لاريونونو به لاس پورې کړي.
د هغه په وينا، د پوهنې له وزير سره يې دغه ستونزه شريکه کړې او هغه ورسره ژمنه کړې چې ډېر ژر به يو با صلاحيته پلاوى له نږدې د دغه ولايت د ستونزو د معلومولو په موخه ور ولېـږي.
ده زياته کړه: ((موږ په تمه يو، چې ډېر ژر به د پوهنې ولايت دغه پلاوى ترينکوت ته را ورسېږي او که چېرې يې را ونه لېږل نو دوى به پر لاريونونو لاس پورې کړي.))
د اروزګان والي وويل، په دغه ولايت کې د درسي کتابونو، د ښوونکو کموالى، د لسګونو ښوونځيو تړل کېدل او يو شمېر نورې ستونزې د دې لامل شوې چې د دغه ولايت د پوهنې بهير يې ټکنى کړى دى.
د هغه په وينا، د دغه ولايت معارف ژور بدلون ته اړتيا لري او که چېرې يې پر وړاندې چوپ پاتې شول، نو نوى نسل به له زده کړې پاتې شي.
د اروزګان د پوهنې رييس احسان الله ناشر هم مني چې دوى د پوهنې په برخه کې پراخې ستونزې لري، خو زياتوي چې دا ستونزې په لنډه موده کې نه شي هوارېدلى.
نوموړي پژواک ته وويل، څو ځلې يې دا ستونزې له ولايتي او مرکزي چارواکو سره شريکې کړې دي، خو تر اوسه يې ستونزې نه دې هوارې شوې.
د پوهنې وزارت وياند او د نشراتو رييس کبير حقمل هم يادې ستونزې تر يوه بريده تاييدوي، خو په دې برخه کې د اروزګان د چارواکو او په ځانګړې توګه د والي د همکاريو غوښتنه کوي.
هغه پژواک ته وويل چې د تړلو ښوونځيو په پرانيستلو کې والي او ځايي چارواکي مهم رول لوبولى شي چې د قومي مشرانو او مخورو په همکارۍ دغه کار وکړي.
د نوموړي په وينا، نه يواځې په اروزګان، بلکې په نورو سوېلي ولايتونو کې هم د تړلو ښوونځيو د پرانيستلو لړۍ روانه ده او په نږدې ورځو کې به په زابل کې ٢٥ ښوونځي پرانيستل شي.
حقمل د ښوونکو په اړه وويل، چې دوى په ټول هېواد کې ٥٠ زره نوو ښوونکو ته اړتيا لري، خو د افغانستان بوديجه د دې امکانات نه لري.
هغه د کتابونو د کمښت په اړه وايي چې دوى له تېرو شپږو مياشتو راهيسې کتابونه لري، خو وزارت يې ولايتونو ته د لېږلو امکانات نه لري.
ده زياته کړه: ((د کتابونو د چاپ او لېـږد لګښت د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې ( يو اېس اى اي ډي) په غاړه وه او اوس هغوى ته منتظر وي، چې د لېږد چارې يې پيل کړي.))










