جلال اباد (پژواک ٢٨ غويى ٩٣): په ننګرهار ولايت کې د ((اسلام او کورنۍ سمبالتيا)) يا زېږون تر منځ د واټن کمولو کنفرانس پيل شو.
دغه کنفرانس چې د غويي په ۲۸مه د جلال اباد ښار د قبايلو رياست په تالار کې جوړ شو، په کې د ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولايتونو ديني عالمانو ګډون کړى او درې ورځې به دوام وکړي.
د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال د دغه کنفرانس په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او زياته يي کړه چې دا به يوه ډېره ښه لاره وي چې ګونګ موضوعات د اسلام په رڼا کې د علما کرامو له خوا خلکو ته ورسول شي.
هغه زياته کړه، په دغه کانفرانس کې بر په دې خبرې وشي، چې څنګه وکولی شي چې د مور او ماشوم روغتيا ته پام وشي.
ګرديوال د عامې روغتيا له وزارت څخه مننه وکړه، چې دغه ډول کنفرانسونه او پروګرامونه په لاره اچوي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال وويل، چې له دغه درې ورځني کنفرانس وروسته به عالمان په دې اړه د قران او سنتو په رڼا کې خپلې پرېکړې وکړي.
د يادې غونډې يوه ګډونوال مولوي محمدشريف د دې ډول کنفرانسونو جوړول ګټور وباله او زياته يې کړه چې ديني عالمان به ياد موضوعات د قران او سنتو په رڼا کې وڅېړي.
مولوي شريف زياته کړه، چې د علماوو لپاره دغسې غونډې جوړول د ټولنې لپاره هم ډېر زيات ګټور دی.
د عامې روغتيا رياست د چارواکو د معلوماتو له مخې، د اسلام او کورنۍ د سمبالتيا د کنفرانسو په لړۍ کې دغه څلورم کنفرانس دی.
لومړی کنفرانس په ۲۰۱۲ کال کې په کابل کې ترسره شوی، دويم او درېيم کنفرانس په هرات او بلخ کې په ۲۰۱۳ کال کې ترسره شول.
د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق استازى محمديونس پاياب وويل، له څنګه چې علماى کرام په ټولنه کې د پام وړ اخلاقي نفوذ لري او په ټولنه کې د خلکو نږدې اړيکې لري نو ځکه د خلکو د پوهاوي د کچې په لوړولو کې ستر رول لوبوي
په افغانستان کې د ۲۰۱۰ کال د ميندو مړينې کچې د سروې پر بنسټ نوي په سلو کې متهله ښځې د کورنۍ سمبالتيا په اړه څه نا څه معلومات لري خو يواځې ۲۲ په سلو کې ښځې له دغو معلوماتو څخه ګټه اخلي.
د راپور له مخې له ۱۰۰۰نوو زېږېدلو ماشامونو ۱۷۷ يې د بېلابېلو دلايلو پر اساس مړه شوي دي چې د مړينې ستر لامل يې له وقفو پرته د اولادونو زېږېدل ښودل شوي دي.










