ايبک (پژواک ٣١ غويى ٩٣): د سمنګان ولايت د مرکز ايبک ښار يوه اوسېدونکي ١٢ کلن ماشوم د پېچکارۍ د بمبې، لرګي او ځينو نورو توکو په کارولو يو کوچنى سکواټور جوړ کړى دى.
احمد فرشيد، چې نورو ته د خپل جوړ کړي سکواټور په ښودلو بوخت و، د دغه ماشين د جوړولو د انګېزې په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((تېره اونۍ له خپل پلار سره، چې د موټرونو د ترميم دوکان لري، ناست وم، يوه کس خپل خراب شوى سکواټور راووست او پلار مې ورته ترميم کړ.))
هغه زياته کړه، چې د سکواټور د ترميم پر مهال د هغه د جوړښت او بڼې څرنګوالي ته ښه ځير و او تصميم يې ونيو، چې د خپلو شته وسايلو څخه دا ډول يو سکواټور جوړ کړي.
نوموړي په خپل لاس جوړ شوي سکواټور ته چې په څنک کې يې اېښې و او “ساخت احمد فرشيد” ليکنه يې پرې کړې وه، په اشارې سره وويل، چې دا سکواټور يې په پنځو ورځو کې د پېچکارۍ له بمبې، لرګينو تختو، پلاستيک، کاغذي کارټن، رابرټيپ او اوبو څخه جوړ کړى دى.
دغه با هوښه ماشوم د دغه سکواټور په جوړولو کې د اسکواټر د هوايي پمپونو پر ځاى د پېچکاريو له شپږو بمبو څخه له اوبو څخه د هايدروليک کار اخيستى او د څراخ روښانولو لپاره يې کوچنۍ بطرۍ په کې کارولې ده.
د احمدفرشيد په لاس جوړ شوى سکواټور د پېچکارۍ د بمبې په فشار سره د اوبو په وسيله حرکت کوي او د ټولو حرکتونو په اجرا کولو سره د يوه رښتيني سکواټور غوندې په خپل بېل کې خاوره اخلي او ټاکل شوي ځاى کې يې خالي کوي.
نوموړى چې لا هم د ايبک ښار د سرقد لېسې د شپږم ټولګي زده کوونکى دى، وايي چې تر دې وړاندې يې د سمنټو يو ځاى کولو يو وړوکى ماشين او يو واټر پمپ هم له لومړنيو وسايلو جوړ کړى دى.
احمدفرشيد په خپل لاس جوړې شوې دا دستګاوې هم نندارې ته کېښودې او هيله يې څرګنده کړه، چې په راتلونکي کې انجنير شي او خلکو ته خدمت وکړي.
په ورته وخت کې د احمدفرشيد پلار ٣٦ کلن عبدالستار د خپل زوى له استعداد څخه زيات خوښ دى او وايي: ((زه د دغه سکواټور له جوړولو نه وم خبر، يو دوست مې راغى او راته ويې ويل چې فرشيد جان سکواټور جوړ کړى او د جومات سره نږدې يې خپلو ملګرو ته ور ښيي.))
د هغه په خبره، کله چې هماغه ماښام له خپل دوکانه کور ته ولاړ، د زوى پر لاس جوړ شوى سکواټر يې وليد او د خپل زوى پر دغه کار له اندازې زيات خوښ شو.
هغه وايي، چې فرشيد يو ارام او باهوښه هلک دى، خپل ډېر وخت د ښوونځي له کتابونو سره تېروي او لېوالتيا لري، چې په خپلو شته وسايلو سره د خپلې خوښې شيان جوړ او نورو ته ښکاره کړي.
هغه وايي: ((کوښښ کوم چې فرشيد جان په لوړه نومره لوړې زده کړې وکړي او په راتلونکې کې خلکو او ټولنې ته د خدمت مصدر شي.))
٤٥ کلن محمداسماعيل، چې د فرشيد د سکواټر په ليدلو يې د سکواټر جوړولو سره لېوالتيا پيدا شوې وايي: ((ډېر د تعجب ځاى دى، زه دا فکر کوم، چې دومره کوچنى ماشوم څنګه توانېدلى، چې داسې يو ماشين جوړ کړي.))
نوموړي له اړوندو دولتي چارواکو غوښتنه وکړه، چې با هوښه او نوښتګر ماشومان تشويق د دې ډول ماشومانو د خدايي استعداد لپاره د ودې زمينه مساعده کړي.










