منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۸ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د يوه عرب سوداګر په مرسته د ښوونځي او کلينيک جوړولو چارې پيل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۲ کتنې

فراه ښار (پژواک د غبرګولي لومړۍ نېته، ۹۳): د قطر هېواد ديوه ملي سوداګر له خوا د پنځه سوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت د يوه کلينيک او د يوه ښوونځي د ودانۍ د جوړولو چارې پيل شوې.

يادې پروژې چې د قطر هېواد د يوه  ملي سوداګر شيخ علي په مرسته بشپړېږي، دپرانيستې په مراسمو کې يې والي محمد عمر شېرزاد، ددغه سوداګر استازي شيخ شاهد او يو شمېر نورو چارواکو برخه اخيستې وه.

د فراه والي ددې پروژو د کار د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د قطر هېواد د وګړي شيخ علي په مرسته، د فراه ښار په قلعه ارباب سيمه کې د ۲۹۰۰۰۰  امريکايی ډالرو په لګښت د نجونو د يوه ښوونځي او د فراه د مرکز اړوند د کډوالو په ښارګوټي کې د ۲۰۵۰۰۰ ډالرو په لګښت يو کلينيک جوړيږي.

هغه زياته کړه : (( دا عربان غواړي چې په فراه کې ډېری پروژې ترسره کړي، دا د شيخ علي پيرزوينه ده د فراه د خلکو سره او موږ بايد د دې مرستو څخه ښه ګټه واخلو.))

د شيخ علي استازي شيخ شاهد پژواک اژانس ته وويل ، چې شيخ علي د فراه له خلکو سره ځانګړې مينه لري او غواړي چې په دې ولايت کې د بيارغونې نورې پروژې هم بشپړې کړي.

ده زياته کړه : ((موږ غواړو چې په نږدې راتلونکي کې په فراه کې يو لويه تفريحي پارک او ژوبڼ هم جوړ کړو.))

د فراه د پوهني رييس انجنير محمد صابر فاروقي پژواک اژانس ته وويل ، چې د ياد  ښوونځي ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړېږي، چې ١٢ درسي او ٦ اداري خونې به ولري او په ٩ مياشتو کې به يې چارې بشپړې شي.

د ياد ښوونځي امرې شيما پژواک خبري اژانس ته وويل: ((زموږ ۱۲۰۰ زده کوونکي له کلونو راهيسې د ودانۍ د نه شتون له امله په خېمو کې لوست کول.))

هغې زياته کړه، چې ددې ودانۍ جوړېدو سره به يې ډېرې ستونزې هوارې شي. 

د فراه د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالجبار شايق پژواک ته وويل، چې د کلينيک په ودانۍ کې ١٤ خونې او نور ملحقات جوړېږي، چې په ٦ مياشتو کې به يې چارې بشپړې شي.