ژبه

تر هرات بریده وروسته یو هندي پلاوی کابل ته راځي

کابل ( پژواک، ۲ غبرګولی ۹۳ ) : ټاکل شوې ده، چې د هندوستان یو لوړ پوړی پلاوي په افغانستان کې د هندي دیپلوماتانو او وګړو د امنیت څیړلو په موخه د شنبې په ورځ کابل ته راورسيږي.

دغه پلاوی وروسته له هغه راځي، چې نن د غبرګولي په ۲مه، په هرات ښار کې  د هندوستان پر کونسلګرۍ ډله ییز برید وشو، د ځایي چارواکو په وینا، برید کوونکي پنځه تنه وو، چې دامنیتي ځواکونو لخوا ووژل شو، خو هندي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 د (ټایمز اف انډیا) په نامه هندي رسنۍ  نن خبر ورکړی، چې دغه پلاوی به په کابل کې د هندوستان دسفارت او په نورو ښارونو کې ددغه هیواد د کونسلګریو او نورو دفترونو امنیتي حالات وارزوي.

سرچینې زیاته کړې، چې په پلاوي کې د نورو چارواکو ترڅنګ دهندوستان د تیبیتان په هندي د سرحدي ځواکونو د ځانګړې قطعې (ای تی بی پي) مشر سبهاس ګوسوامي هم شامل وي.

دیادې قطعې ځواکونه په افغانستان کې د هندي دفترونو دامنیت دساتنې دنده هم په غاړه لري.

د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه سفر له دې لپاره هم کیږي، چې استخباراتي سرچینو په افغانستان کې د هند پر کونسلګرو د نورو بریدونو وړاندوینه کړې ده.