خوست (پژواک ٤ غبرګولى ٩٣): په خوست کې د يوه پله په جوړوېدو د دغه ولايت د زرګونو کورنيو هغه ستونزې حل شوې، چې د سېلابونو د راوتو پر مهال يې ګاللې.
دغه پول د خوست له مرکزه د خوړ په وسيله د “متون ګلزاراکا” په نامه جلا شوې سيمې کې جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي د ياد پله د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر دغه پول څه باندې ۲۵ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی او نړيوال بانک ورکړی دى.
نوموړي وويل، ياد پول د۶۰ مترو په اوږدوالي او د اتو مترو په عرض په تېرو اتو مياشتو کې جوړ شوی، چې د دې سيمې د خلکو لپاره ستراتيژيک او حياتي ارزښت لري.
نوموړي زياته کړه، چې د پله تر جوړېدو مخکې د سېلابونو په راوتو سره د متون د خوړ پورې غاړې زرګونه کورنۍ له بېلابېلو ستونزو سره مخ وې او پر خپل وخت يې ښار ته تګ راتګ نه شو کولای.
والي وويل، چې د دغه پله پر جوړېدو سره اوس د متون د خوړ پورې غاړې ټول کلي د خوست ښار په ګډون له ټولو مرکزي سيمو سره ونښلول شول.
د خوست د فوايد عامې رييس انجنير مامورشاه پژواک ته وويل، چې په خوست کې د يو شمېر پلونو پر جوړېدو په دې برخه کې د خلکو ستونزې تر ډېره هوارېدونکې دي.
هغه وويل، هڅه کوي ټول جوړېدونکي پلونه د سيمو د خلکو په همکارۍ د دوی د انجنيرانو د مسلکي ډلې د سمې څارنې په پايله کې په ډېر ښه کيفيت سره جوړ کړي.
د خوست د متون اړوند د ګلزار اکا سيمې يوه قومي مشر حاجي رحمت ګل پژواک ته وويل، چې تر دې وړاندې د دوی د سيمې خلکو ټول عمر پرته له پله له دې لارې تګ راتګ کاوه.
نوموړي وويل، چې د پله د نه شتون له امله د سېلابونو د راوتو پر مهال يې پر مالي زيانونو سربېره زيات ځاني تلفات هم ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، څو ورځې مخکې د خوست ښار او تڼيو ولسوالۍ تر منځ د غځېدلي سړک ترمنځ د “سيګۍ” د خوړ پر سر د ١٤٠ مترو په اوږدوالي سره د پول د جوړېدو چارې پيل شوې دي.
پر دې سربېره د خوست په مرکز کې د “لکڼو” او” فارم باغ” په سيمو کې هم د خوړونو پر سر پر دوو نورو پلونو کار روان دی، چې د شاوخوا يوه، يوه ميليون ډالرو په لګښت جوړېږي.