Language

تخار کې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى ډېر شوى

تالقان (پژواک ٦ غبرګوالى ٩٣): د تخار د عامې روغتيايي چارواکي وايي، چې د نړيوالو ادارو د مرستو له امله  په  دغه ولايت کې روغتيايي خدمتونه پراخ شوي دي.

چارواکي وايي، په يو شمېر لرو پرتو سيمو کې يې روغتيايي مرکزونه جوړ کړي، چې له امله يې د دغه ولايت ٨٥ سلنه وګړو روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسى پيدا کړى دى.

د تخار د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر محمدحسن بسيج له پژواک سره په مرکه کې وويل، چې د روغتيايي مرکزونو په زياتېدو سره د درملنې په برخه کې خلکو ته اسانتياوې برابرې شوې دي.

هغه وايي، چې تخار د افغانستان په کچه په هغو ولايتونو کې راځي، چې د ده په وينا، ډېرو اوسېدونکو ته يې روغتيايي خدمتونه برابر شوي دي.

بسيج وويل: ((موږ په تخار کې يو ميليون وګړي لرو؛ خو له نېکه مرغه۷۶ روغتيايي مرکزونه ورته لرو،.يانې ويلاى شم، چې د ډېرو ولايتونو په پرتله موږ تر ټولو زيات روغتيايي مرکزونه لرو.))

نوموړي وايي، څو کلونه مخکې د تخار د مرکزي سيمو خلکو ته هم سمې روغتيايي اسانتياوې نه وې برابرې؛ خو اوس په لرو پرتو سيمو کې هم کلينيکونه جوړ شوي، چې خلکو ته وړيا صحي خدمتونه وړاندې کوي.

هغه يادونه ونه کړه، چې څومره نړيوالې موسسې ورسره د روغتيايي چارو په برخه کې مرستې کوي او په ټول ولايت کې څومره ډاکټران په دندو بوخت دي.

په تخار کې “له افغان کورنيو د پاملرنې موسسه” يا “caf” چې د عامې روغتيا کابو ۸۰ سلنه چارې تمويلوي، وايي چې په دغه ولايت کې د کال په تېرېدو سره د مور او ماشوم د مړينې په کچه کې کموالى راغلى دى.

په تخار کې د دې موسسې رييس ډاکټر ولي محمدراسخ پژواک ته وويل، هڅه کوي چې د روغتيايي خدمتونو پر وړاندې کولو او په دې برخه کې خلکو ته په  پوهاوي سره د ميندو او ماشوم د مړينې کچه نوره هم راکمه کړي.

راسخ وايي: ((په ۲۰۰۰م زېږديز کال کې د دغه ولايت روغتيايي حالات کړکېچن وو، هره ورځ به په لسګونو ميندو خپل ژوند له لاسه ورکاوه. اوس دا کچه ډېره راټيټه شوې، په هغو سيمو کې چې مخکې خلک له روغتيايي خدمتونو محروم وو اوس روغتيايي مرکزونه لري، داسې روغتيايي مرکز نشته چې قابلې نه وي په کې.))

هغه وايي، چې په راتلونکي کې به هم له تخار ولايت سره د روغتيا په برخه کې مرستو ته دوام ورکړي.

د فرخار ولسوالۍ اوسېدونكي عبدالناصر بهير هم د كلينيكونو جوړېدل د سيمې د خلكو لپاره ګټور وبلل.

بهير پژواک ته وويل، پخوا چې د دوى په سيمه كې كلينيك نه وو، په ډېرو ستونزو يې خپل ناروغان تالقانو ته د درملنې لپاره وړل.

هغه وايي، ډېرى وخت به يې ناروغانو د لارې د خرابوالي او لرې والي له امله په لاره كې خپل ژوند له لاسه وركاوه.

د خواجه غار ولسوالۍ يوه اوسېدونکي شکرالله پژواک ته وويل، چې له روغتيايي خدمتونو خوښ دي ، خو په کلينيک کې يې ښځينه ډاکټرانې کمې دي.

هغه غوښتنه وکړه، که د دې ولسوالۍ په روغتيايي مرکزونو کې د ښځينه ډاکټرانو شمېر زيات شي اسانتياوې به ډېرې شي.

د تالقانو د ولايتي روغتون او په دوو ولسواليو کې د روغتونونو تر څنګ د تخار په ځينو ولسواليو کې ٧٦روغتيايي مرکزونه شته دي.

په دغه ولايت کې تر شلو ډېر شخصي روغتيايي مرکزونه هم د نورو دولتي هغو ترڅنګ خلکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.

په تخار کې د روغتايي اسانتياوو د زياتېدو خبر په داسې حال کې دى، چې په ختيځ کې بيا د نورستان او کونړ او په سوېلي زون کې د اروزګان په ګډون د زياتو ولايتونو خلک د روغتيايي خدمتونو له کموالي شکايتونه لري.

د دغو ولايتونو د لرو پرتو سيمو يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د روغتيايي خدمتونو د کموالي له امله له ډېرو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

 

Related Topics