منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۰ غ.و
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

اروزګانيان: چارواکو او وکيلانو د پوهنې بهير ټکنى کړى

· ۴ دقیقې لوستل · ۶۷ کتنې

ترينکوټ (پژواک ٨ غبرګولى ٩٣): د اروزګان ولايت يو شمېر اوسېدونکي او د مدني ټولنې استازي د پوهنې وزارت د پلاوي پر وړاندې په ډاګه کړه، چې د دغه ولايت ځيني وکيلان او چارواکي د پوهنې د پرمختګ پر وړاندې خنډ دي.

دوى دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په دې وروستيو کې د اروزګان چارواکي د پوهنې د ټکني بهير په اړه شکايتونه کوي او تېره اونۍ والي امان الله تيموري ګواښ کړى و، چې که وزارت يې ستونزه هواره نه کړي، نو دوى به پر لاريونونو لاس پورې کړي.

د ياد ولايت د چارواکو او خلکو تر شکايتونو وروسته چې پژواک اژانس يې خبرونه خپاره کړل، د پوهنې وزارت د تخنيکي مرستيال غلام جيلاني همايون په مشرۍ يو شپـږ کسيز پلاوى ترينکوټ ته راغلى دى.

دغه پلاوي د پوهنې رياست او ځايي چارواکو سره د پوهنې د بهير له نږدې د څېړلو او شکايتونو اورېدلو په اړه پرون يوه غونډه جوړه کړې وه چې په کې د دغه ولايت د مسوولينو ترڅنګ د پوهنې رياست استازو، قومي مشرانو او د مدني ټولنو استازو برخه اخيستې وه.

د غونډې ګڼ شمېر ګډونوالو ادعا کوله، چې د دغه ولايت ځيني چارواکي او په ملي شورا کې د دغه ولايت استازي د پوهنې د پرمختګ پر وړاندې خنډ شوي او معارف د شخصي موخو لپاره کاروي.

د هغوى په وينا، هر والي او يا لوړ پوړى چارواکى چې د دغه ولايت لپاره ټاکل کېږي، لومړى هڅه کوي چې پر مهمو پوستونو خپل ملګري چې وړتيا يې هم نه لري، ټاکي.

د مدني ټولنې يو فعال بصير سعادت پژواک اژانس ته وويل چې د اروزګان د معارف رياست له تېرو دوولسو کلونو راهيسې د خلکو د اړتيا او غوښتنې پر اساس کار نه دی کړی، بلکې د يو يا څو کسانو په خوښه يې کار کړی دی.

د هغه په وينا، دوى هغو کسانو ته کار کوي، د چا له خوا چې ټاکل شوي دي، ملي ګټې په پام کې نه نيسي.

سعادت ادعا وکړه، چې د اروزګان د ښوونې په برخه کې تر ډېره د اروزګان واليان ، د دغه ولايت وکيلان او سناتوران لاسوهنه کوي او خپلې شخصي ګټې په کې ګوري.

نوموړي دغه راز وويل چې د ښوونې او روزنې په برخه کې قراردادونه هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې زوراکي وي او يا هم له چارواکو سره اړيکې لري.

د دغه ولايت يوه قومي مشر حاجي عبدالباري وويل، د دې ترڅنګ چې د پوهنې يو شمېر چارواکي خلکو ته کار نه کوي، په دغه ولايت کې د پوهنې په برخه کې همکاره موسسې هم له قانونه سرغړونه کوي.

ده د بېلګې په توګه وويل چې په ځينو سيمو کې په لسګونو کيلومترو کې ښوونځى نشته، خو په ځينو سيمو کې په داسې حال کې چې اړتيا يې هم نه وي، د ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې دي.

دغه راز ګڼو نورو هم د پوهنې په برخه کې شته ستونزې په ډاګه کړې او له حکومته يې د ژر تر ژره هوارولو غوښتنه وکړه.

د دوى په وينا، د ښوونځيو لپاره د ودانيو نشتوالى، د ښوونځيو بند پاتې کېدل، د مسلکي ښوونکو نه شتون، د کتابونو نشتوالى او داسې نورې جدي ستونزې د دغه ولايت د پوهنې بهير ټکنى کړى دى.

د اروزګان والي امان الله تيموري وويل چې د دغه ولايت په ښوونيز بهير کې ستونزې شته او دا هغه ستونزې دي چې له مرکزي ادارې پرته يې نور څوک نه شي هوارولى.

هغه له راغلي پلاوي وغوښتل چې ژر تر ژره دا ستونزې راټولې او ورته د حل لاره پيدا کړي.

له کابل څخه راغلي د پوهنې وزارت مسلکي مرستيال غلام جيلاني همايون وويل چې د اروزګان د پوهنې بهير د نورو ولايتونو په پرتله ډېرې ستونزې لري.

هغه ژمنه ورکړه، تر ډېره بريده به هڅه وکړي، چې يادې ستونزې له نږدې وګوري، وڅاري او بيا يې راپور مرکزي حکومت ته ورکړي.

د نوموړي په وينا، دوى مخکې له مخکې ځيني اقدامات کړي او د دغه ولايت لپاره يې د مسلکي ښوونکو د ١٢٠ بستونو اعلان کړى دى.

همايون دا هم ومنله چې د دغه ولايت ځيني چارواکي له دوى څخه شخصي غوښتنې هم کړې دي خو تر اوسه يې کومه غوښتنه نه ده منل شوې.