منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۵ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

شينکۍ کړوخېل ته د ملالۍ کاکړ جايزه ورکړل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۳۱ کتنې

واشنګټن ( پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٣ ) : د ولسي جرګې غړې او د ښځو د حقوقو مدافع  شينکۍ کړوخېل ته په امريکا کې د ملالۍ کاکړ جايزه ورکړل شوه.

نوموړې ته دغه جايزه په امريکا کې د ښځو  د حقوقو د يوې مدافع  ټولنې ( اى ډبليو اى) له خوا ورکړل شوه.

په دغې کلنۍ غونډه کې د يادې ټولنې له خوا يو شمېر نورو هغو ښځو ته هم جايزې ورکړل شوې، چې د ښځو د حقوقو په برخه کې يې د پام وړ خدمتونه ترسره کړي دي.

 په دې مراسمو کې د يادې ټولنې د اجرائيوي مشرې  منيژې نادري له خوا شينکۍ کړوخېل ته د ملالۍ کاکړ جايزه ورکړل شوه.

ملالۍ کاکړ د کندهار يوه فعاله ښځينه پوليسه وه، چې د ١٣٨٧ لمريز کال په تلې مياشت کې د وسله والو طالبانو له خوا ووژل شوه.

منيژې نادري ، شينکۍ کړوخېل ته تر جايزې ورکولو وروسته وويل ، چې شينکۍ په داسې يوه ټولنه کې د ښځو د حقوقو ددفاع لپاره مبارزه کړې، چېرته چې د نارينه وو واک زيات دى او په داسې يوه ټولنه کې د ښځو لپاره درناوى ستونزمن کار دى.

هغې زياته کړې : (( شينکۍ  تر يوه سيستم لاندې کار کړى ، د خبرو اترو او مذاکرو له لارې يې هڅه کړې، چې ښځو ته عدالت او خونديتوب ترلاسه کړي.))

د هغې په وينا، شينکۍ چې د ښځو د تعليم لپاره يې يوه ټولنه هم جوړه کړې، په ولسي جرګه کې د ښځو د حقوقو ددفاع لپاره يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي. .

د منيژې په وينا، شينکۍ په افغانستان کې د ښځو د متحد کولو لپاره هلې ځلې کړي او پخپله د ښځو يوه پياوړې مشره ده.

شينکۍ کړوخېل د جايزې ترلاسه کولو پر مهال وويل، چې د افغانستان په اړه لويه اندېښنه داده، چې ددغه هېواد د راتلونکي لپاره ښکاره پلانونه نشته.

نوموړې زياته کړه، چې د وسله والو طالبانو او القاعدې شتون هم د افغانستان د ښې راتلونکې او د نړيوالې ټولنې دوامداره ژمنو ته يو ګواښ رامنځته کړى دى.

شينکۍ وويل ، چې افغانانو په تېرو ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون سره وښودله، چې دوى خپلې راتلونکې ته هيله من دي او له دواړو مخکښو کانديدانو څخه يې  وغوښتل،  چې په خپلو کاري لومړيتوبونو کې د ښځو حقوقو ته لوړ ځاى ورکړي.