ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملا معتصم: د طالب مشرانو خوشې کېدل به پر سولې ښه اغېز ولري

ملا معتصم: د طالب مشرانو خوشې کېدل به پر سولې ښه اغېز ولري

author avatar
1 Jun 2014 - 19:28
ملا معتصم: د طالب مشرانو خوشې کېدل به پر سولې ښه اغېز ولري
author avatar
1 Jun 2014 - 19:28

کابل(پژواک١١غبرګولى ٩٣):ملا اغاجان معتصم وايي، چې د ګوانتانامو له زندانه دپنځو طالب مشرانو خوشې کېدل به د سولې پروسې لپاره ګټور تمام شي.

د طالبانو د واکمنۍ مهال د ماليې وزير ملااغاجان،چې په دې وروستيو کې يې د سولې په تړاو هڅې پيل کړي؛ د غبرګولي په ١١مه له پژواک سره په ټيلېفوني اړيکه کې د دغې پرېکړې هرکلى وکړ.

دا پنځه طالب مشران د غبرګولي په ١٠مه د هغه  امريکايي بندي په بدل کې خوشې شول، چې کلونه يې له طالبانو سره په بند کې تېر کړل .

په خوشې شوو بنديانو کې د شمال زون پخوانى تنظمه رييس ملانورالله نوري، د هغه وخت لوی درستيز ملا فاضل اخند،د هرات پخوانی والي ملا خيرالله خيرخوا، د استخباراتو مرستيال ملا عبدالحق وثيق او پوځي قوماندان ملا محمد نبي شامل دي.

ملا معتصم په خپلو خبرو کې وويل، چې د بنديانو تبادله د ښه نيت او باور جوړونې لپاره هڅه ده او دې لړۍ ته بايد دوام ورکړل شي.

ده زياته کړه: (( د بنديانوخوشې کول که له ګونتانامو وي ،که له بګرامه او  يا هم د څرخي پله  له زندانه ؛ د روغې جوړې د خبرو لپاره ښه زمينه برابرولى شي.))

ملااغاجان وايي، د بنديانو په دې تبادله کې د قطر هېواد رول کليدي و، خو تر دې مخکې د امريکا ولسمشر بيا له افغان حکومته مننه کړې وه، چې په دې مسله کې يې مرسته کړې ده.

د سولې عالي شورا هم له ګوانتانامو زندانه د دغو پنځو طالب مشرانو  پر خوشې کېدو خوښي ښودلې او دا کار يې د سولې د خبرو لپاره اغېزناک بللى دى.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.