تالقان (پژواک ١٢ غبرګولى ٩٣): د تخار په مرکز تالقانو کې د اوبو رسونې پروژې په بشپړېدو د دغه ښار درې زره کورنۍ له پاکو اوبو برخمنې شوې.
د دې پروژې چې د “پاکو اوبو شبکه” بلل کېږي، چارې يې له تېرو دوو کلونو راهيسې روانې وې او څو ورځې مخکې پاى ته ورسېدې؛ خو چارواکي وايي، چې دا شبکه نوره هم غځوي.
د تخار والي عبداللطيف ابراهيمي د يادې پروژې د پرانيستې په مراسمو کې وويل، پر يادې پروژې د المان د پرمختيايي بانک (kfw) ۸ ميليونه يورو لګښت راغلى دى.
ابراهيمي وويل، چې د اوبو له دې شبکې به په لومړي سر کې د تالقانو ښار ۳زره او په راتلونکي کې ۱۳زره کورنيو ته د پاکو اوبو نلونه وغځول شي.
نوموړي دغه پروژه د ښار د اوسېدونکو لپاره مهمه وبلله او زياته يې کړه، چې ورسره به يې د ښاريانو ډېرې ستونزې هوارې شي.
والي وايي: ((په تالقانو کې زيات شمېر اوسېدونکي د پاکو اوبو له نشتوالي سره مخ وو. د اوبو نشتوالي ډېرې ستونزې را ولاړې کړې دي. ناروغۍ يې هم رامنځته کړې.))
د افغانستان د اوبو رسونې د کاناليزاسيون لوى رييس انجنيرمحمد داوود بهير وويل، دغه شبکه دوه لويې او ژورې څاګانې او دوه ذخيرې لري، چې اوبه په کې سپمول کېږي او بيا خلکو ته د نلونو له لارې لېږدول کېږي.
بهير وايي، چې هره ذخيره د زر متره مکعب اوبو ځايولو وړتيا لري، چې په هره ثانيه کې ۵۰ لېتره اوبه وېشي.
ده وويل: ((دغه شبکه په بنسټيزه توګه جوړه شوې، د مصرفوونکو لپاره هر بېرل اوبه پنځه افغانۍ دي، چې هره مياشت يې مصرف بانک ته سپاري. موږ اوس هم د شبکې په پراختيا بوخت يو او هڅه کوو، چې ۱۳ زره کورنۍ ترې برخمنې کړو.))
د تالقانو يو اوسېدونکي نجيب الله پژواک ته وويل، که څه هم په هره کوڅه څاګانې جوړې شوې دي، خو په وينايې دغه څاګانې هم د خلکو ستونزې نه شي هوارولى.
ده وويل، چې د پاکو اوبو د دې پروژې په بشپړېدو ډېر خوښ دى.
د تالقانو يو بل اوسېدونکي امين الله بيا د اوبو رسونې د شبکې جوړېدل لويه لاسته راوړنه او د خلکو لپاره ژوند بښونکې پروژه بولي.
نوموړى وايي، په تالقان ښار کې ډېرې څاګانې جوړې شوې؛ خو دغه څاګانې ښې اوبه نه لري، ځکه د هغه په وينا چې له شاوخوا کثافاتو څخه خوندي نه دي.
المان هېواد تر دې مخکې د بدخشان د مرکز فيض اباد د اوبو رسونې شبکه د دغه هېواد په مالي ملاتړ جوړه او ګټې اخيستنې ته وړاندې کړې وه.