ژبه

ترافيکي پېښه کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

چاريکار (پژواک ١٤ غبرګولى ٩٣): د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې د کرولا موټر د چپه کېدو له امله درې تنه مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.

د پروان د ترافيکو مديريت د تنظيم مدير محمديونس پرديسي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د سالنګ ولسوالۍ په ” ګهواره سنګ ” سيمه کې رامنځته شوه .

د هغه د معلوماتو له مخې، په مړه شوو کې دوه سړي او يوه ښځه شامل دي او ټپيان دواړه سړي دي.

دى وايي، چې ټپيان د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.

د ده په وينا، ياد کرولا موټر له بلخ نه کابل ته روان و، چې له سړک څخه ووت او چپه شو.

د تېرې غويي مياشتې په ٢١مه هم د سالنګ ولسوالۍ په تاخمه سيمه کې يو ٣٠٣ ډوله مسافر وړونکى موټر چپه شو چې له امله يې ٢٣ تنه ټپيان او دوه مړه شول.

ورته موضوع