منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۰ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ميدان وردګو کې د بيارغونې ځينې پروژې پلې کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۱ کتنې

ميدانښار (پژواک ١٤ غبرګولى ٩٣): د اوبو او برېښنا وزارت په ميدان وردګو ولايت کې د برېښنا رياست ودانۍ د جوړولو تر څنګ د يو شمېر پرمختيايي کارونو د ترسره کولو ژمنه کړې ده.

په دې پرمختيايي کارونو کې د چک ولسوالۍ د برېښنا بند د پاکولو او بيارغونې چارې او اته نورې پروژې شاملې دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غبرګولي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد وزارت دا ژمنه تېره ورځ د دغه ولايت له چارواکو سره په ليدنه کې وکړه.

د اوبو او برېښنا له وزير سره په دې ليدنه کې، چې د برېښنا په وزارت کې ترسره شوه، د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼي او د ياد ولايت يو شمېر وکيلانو برخه لرله.

د والي وياند وايي، د برېښنا وزير انجنير عارف نورزي وويل، چې د چک برېښنا بند د پاکولو او بيارغونې چارې به ډېر ژر پيل کړي او په بهسودو کې به هم د يوه بند پر جوړولو غور وکړي

خوږياڼي زياته کړه، د برېښنا وزير په دغه ولايت کې د برېښنا د ۸ نورو پروژو د پلې کولو ژمنه هم وکړه؛ چې د برېښنا رياست ودانۍ جوړول، د ترانسپورت اسانتياوې برابرول او نورې چارې په کې شاملې دي.

د والي د وياند په وينا، د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼي وويل، چې د چک برېښنا بند پاکولو بيارغولو ته اړتيا لري او په بېلابېلو سيمو کې د ۸ کانالونو جوړول هم اړين دي.

والي وويل، چې په بهسود ولسوالۍ کې د بند جوړولو لپاره ښه زمينه برابره ده، ځکه چې پر سيند ډېر داسې ځايونه شته چې بند پرې جوړېداى شي.

بلخوا د ميدان وردګو د برېښنا رييس محمد صديق پژواک ته وويل، چې دغه ولايت اوه ميګاواټه برېښنا لري. درې عشاريه درې مېګاواټه يې د چک له برېښنا بند څخه او نوره ورته له کابله ورځي.

نوموړې وايي، که د چک بند بيارغونه او پاکاري وشي نو يوازې د دغه بند ظرفيت به ٧ مېګاواټه ته لوړ شي.