چاريکار: (پژواک ١٦غبرګولى ٩٣ ): په پروان ولايت کې ناپېژانده وسله والو د يوه بريد په ترڅ کې درې تنه ووژل او ١٧نور يې ټپيان کړل .
د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال خلیل الله ضایي د غبرګولي په ١٦مه پژواک اژانس ته وويل ، چې تېره شپه ناپېژانده وسله والو د واده پر مراسمو وسله وال او د لاسي بمونو بريد وکړ ، چې په ترڅ کې يې درې ته عام وګړي ووژل او ١٧ نور ټپيان شول .
ده وويل ، چې تراوسه ددې بريد انګيزه نه ده معلومه ، خو په اړه يې څېړنې پيل شوې دي.
د پروان د ملکي روغتون يوتن ډاکټر محمد اسحاق نسیمي پژواک اژانس ته وويل ، چې له دې پېښې ورته ٢٤ټپيان راوړل شوي و، د شپږو تنو چې روغتيايي حالت يې نازک و ، کابل ته وليږدول شول او شپږ نور چې روغتيايي حالت يې ښه و له لومړنۍ درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت شول .
د جاوېد احمد په نامه يوتن چې په دې پېښه کې ټپي شوى ، پژواک ته وويل : (( د شپې په يوه بجه د واده مراسمو ته لاسي بم را واچول شو او له هغه وروسته د کلاشينکوف او تومانچې ډزې پيل شوې ، چې يو شمېر مېلمانه يې ټپيان کړل. ))
له دې مخکې هم په پروان ولايت کې ورته پېښې رامنځته شوې دي او يو شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده .
فريد تنها









