ژبه

تازه خبرونه
د شيخ زايد پوهنتون شرعياتو پوهنځي ته ودانۍ جوړېږي

خوست ښار (پژواک ١٩ غبرګولى ٩٣): د خوست د شيخ زايد پوهنتون د شرعياتو پوهنځي لپاره د دريو تدريسي ودانيو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي د غبرګولي په ١٩مه د يادو ودانيو د بنسټ ډبرې د اېښودو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه څلور پوړيزې ودانۍ په دريو بېلو بلاکونو کې جوړېږي.

نوموړي وويل، پر دې پروژه د لوړو زده کړو وزارت د پرمختيايي بوديجې ۱۴۱ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د جوړېدو چارې به يې د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي.

والي زياته کړه، چې يادې درې واړه ودانۍ به ۴۵ تدريسي، اداري او ځينې نورې خونې ولري او دغه راز به پر اړينو ملحقاتو هم سمبال وي.

د شيخ زايد پوهنتون رييس دوکتور محمدرسول باوري پژواک اژانس ته وويل، چې د يادو ودانيو په جوړېدو سره به تر يوه بريده د شرعياتو پوهنځي د محصلينو ستونزې حل شي، خو د دوی لپاره بسنه نه کوي.

نوموړي زياته کړه، چې دا مهال دغه پوهنتون د محصلينو لپاره د تدريسي بلاکونو د نه شتون له اتيا سلنې ستونزې سره مخ دی او په دې برخه کې يې يوازې شل سلنه ستونزه هوارې شوې ده.

محمدرسول باوري وويل، چې د پوهنتون اوسني تدريسي بلاکونه د ۲۰۰۰ محصلينو لپاره جوړ شوي، خو اوسمهال په څوارلسو پوهنځيو کې ۸۰۰۰ محصلين په دوو وختونو کې تحصيل کوي.

هغه زياته کړه: ((پوهنتون اوسمهال اته تدريسي بلاکونه لري، خو موږ تر دې زياتو د نورو بلاکونو جوړولو ته اړتيا لرو. خپل وزارت ته مو ډېر وړانديزونه کړي، خو تر اوسه نه دي منل شوي.))

باوري وايي، سربېره پر دې د اداري چارو لپاره هم مناسب دفترونه نه لري او په دې برخه کې هم لږ تر لږه يو داسې اداري کمپلېکس ته اړتيا لري، چې شاوخوا دوه سوه اداري خونې ولري.

د لوړو زده کړو وزارت مشاور ډاکتر شېرباز ځدراڼ د شرعياتو پوهنځي د تدريسي بلاکونو د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال له پژواک اژانس سره په خبرو کې د دغه پوهنتون د ودانيو د نه شتون ستونزې ومنلې.

نوموړی وايي، چې يادې ستونزې يې مخکې هم له وزارت سره شريکې کړې او اوس هم د ځينو نورو ستونزو تر څنګ بيا هم له وزير سره په دې اړه خبرې کوي.

د شيخ زايد پوهنتون د شرعياتو د پوهنځي يوه محصل عبدالحکيم پژواک اژانس ته وويل، په هغه ټولګي کې چې دوی زده کړې کوي، د ۴۰ محصلينو لپاره جوړ شوی، خو د دوی د ټولګيوالو شمېر تر سلو کسانو اوښتی دی.

نوموړی وايي، چې د يادو دريو بلاکونو په جوړېدو سره به د دوی د پوهنځي ستونزه هواره شي، خو غوښتنه يې دا ده چې د نورو پوهنځيو د ورته ستونزو د حل لپاره دې جدي کار وشي.

د يادونې ده، چې د شيخ زايد پوهنتون لپاره اوسني ټول تدريسي او د ليليې بلاکونه دوولس کاله مخکې د عربي متحده اماراتو له لوري د ۱۵ ميليونه ډالرو په لګښت جوړ شوي وو.

دغه راز څو ورځې وړاندې د ياد پوهنتون لپاره د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت په مالي لګښت د کتابتون ودانۍ د جوړېدو چارې بشپړې شوې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

دغه پوهنتون دا مهال څوارلس پوهنځي لري او اته زره محصلين په کې په دوو وختونو کې زده کړې کوي.

ورته موضوع