تالقان(پژواک ٢٠غبرګولى ٩٣): د تخار چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې د جندالله ډلې دوه مهم غړي نيولي دي.
د تخار د والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تخار د بنګي ولسوالۍ په تاقه چنار سيمه کې د ياد غورځنګ دوه مهم غړي هر يو دوستم او عبدالمتعال د ملي امنيت له خوا نيول شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه کسان په تخار کې د ټاکنو د ګډوډولو په موخه ياد ولايت ته راغلي و.
ده وويل، چې له نيول شويو کسانو څخه دوه ريموټونه او يوه اندازه چاودېدونکې توکي هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د يادولو ده، چې درې ورځې مخکې هم امنيتي ځواکونو د تخار په مرکز کې يو ځانمرګى نيولى و.