قلعه نو (پژواک ٢٠ غبرګولى ٩٣): د بادغيس يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د روغتيايي خدماتو د کيفيت، د درملو کمښت او روغتيايي مرکزونو ترمنځ د واټن زياتوالي له امله شکايت کوي او له حکومت غواړي، چې ددغه ستونزو حل ته پاملرنه وکړي.
بادغيس د هېواد په شمال لوديځ کې درېيمه درجه ولايت دى، چې سختې لارې او ٢٣٠٠ کيلومتره مربع پراخوالي لري او نفوس يې نږدې ٧٥٠ زره کسه اټکل شوى دى.
د بادغيس د عامې روغتيا رييس د معلوماتو له مخې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې ٣٨ روغتيايي مرکزونه، په مرکز کې يو ٨٠ بستري روغتون، ٣٧ روغتيايي کلينيکونه فعاليت لري.
خو د دغه ولايت ځيني اوسېدونکي وايي، چې دا مرکز اړتياوې نه شي پوره کولى او په ځينو مورادو کې اړ کېږئ، چې خپل ناروغان د درملنې لپاره هرات ته ولېږدوي.
د دې ولايت د مقر ولسوالي د محمدزي کلي اوسېدونکي زمري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ولسوالۍ کې څلور روغتيايي مرکزونه فعاليت لري، خو د ناروغانو د درملنې لپاره اړين امکانات لري.
هغه وړاندې وويل:((په دغه مرکز کې نه مسلکي ډاکټر شته او نه هم د خلکو د اړتيا وړ درمل، که چېرته درمل وي هم، نو خلکو ته نه رسېږي او که چېرته خلکو ته بيړنى ناروغ پيدا شي، بيا هم په دغه ولايت کې د کار پوهو ډاکټرانو د نشتوالي په سبب اړ دي، چې هرات ته ولاړ شي.))
هغه زياته کړه، چې د دغه ولايت مرکزي روغتون هم پوره امکانات نه لري.
د هغه په خبره، دا په داسې حال کې ده چې ځيني ناروغان هرات ته د خپل ناروغ د لېږد وړتيا نه لري، ځکه چې د ناروغ د لېږد لپاره بايد موټر دربست شي او له دې ولسوالۍ نه تر هرات پورې د کرولا موټر د تګ راتګ کرايه نږدې ٢٠ زره افغانۍ کېږي.
هغه همدارنګه وويل، چې ددغه ولسوالۍ د ځينو سيمو خلک د روغتيايي مرکزونو ترمنځ د زيات واټن په سبب او سړک نشتوالي له امله نه شي کولى، چې خپل بيړني ناروغان په وخت سره روغتيايي مرکزونو ته ورسوي.
نوموړي وويل، چې ددغه ولسوالۍ په ځينو لرو پرتو سيمو کې کوچيان ژوند کوي او د ناچارۍ له مخې سړک ته د رسېدو لپاره نږدې يو ساعت پلې لار وهي.
دهغه په خبره، له محمدزي کلي څخه تر ټولو نږدې روغتيايي مرکز پورې ١٢ کيلومتره لاره ده، خو ددغه کلي او روغتيايي مرکز تر منځ سړک شته دى.
د مرغاب ولسوالۍ د جوى جنګ ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالمجيدهم د درملو او روغتيايي متخصصينو له کمښت څخه شکايت کوي.
د هغه په خبره، په دغه ولسوالۍ کې شپږ روغتيايي کلينيکونه په نږدې لس کيلومتره واټن کې فعاليت لري، خو پوره اندازه درمل نه لري او نسايي ولادي ډاکټران او قابلې نرسانې د امنيت ستونزو په سبب په دغه ولسوالۍ کې کار کولو ته نه حاضرېږي.
نوموړي زياته کړه، چې يواځې د ولسوالۍ په مرکز کې يوه قابله کار کوي.
عبدالمجيد وويل:(( څو مياشتې وړاندې چې بهرنيو ځواکونو له مرغاب ولسوالي سره همکاري کوله، په کلينيکونو کې په کافي اندازه درمل شته و او خلکو په دغه برخه کې کوم شکايت نه درلود، خو اوس نه پوهېږو، چې د خلکو د اړتيا وړ درمل له کوم ځايه او چاته وېشل کېږي، اکثريت خلک ورڅخه بې برخې پاتې کېږي.))
د جوند په نامه د سختو لارو لرونکې او لرې پرتې ولسوالۍ د خواجه سرخيان سيمې اوسېدونکي ملا محمدکبير ددغه ولسوالۍ په روغتيايي مرکز کې د ناروغانو لپاره د درمنلې د اړينو امکاناتو له کمښت شکايت کوي.
هغه وويل، چې تېره اونۍ يوه اميندواره ښځه ددغه ولسوالۍ په روغتيايي مرکز کې د درملنې د اړينو امکاناتو د نشتوالي په سبب ولايتي روغتون ته د لېږد پرمهال د لارې په اوږدو کې مړه شوه.
دهغه په خبره، دغه ولسوالۍ له مرکز سره نږدې ٢٠٠ کيلومتره واټن لري.
نوموړي څرګنده کړه، چې ددغه ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي بايد سړک ته تر راتلو پورې څلور ساعته پلى مزل وکړي او وروسته ځان روغتيايي مرکز ته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ددغه ولايت د مرکز قلعه نو اوسېدونکى فخرالدين په ولايت روغتون کې د امکاناتو له کمښت څخه شکايت کوي.
هغه ادعا کوي، چې په ولايتي روغتون کې هم د درملو کمښت شته او د ماشومانواو ښځو د برخې ځينې ډاکټران د ناروغانو ستونزې نه شي حل کولى.
هغه زياته کړه:((په قلعه نور روغتون کې بنسټيزه ستونزه دا ده، چې د وينې بانک لري، خو وينه په کې نشته، اکثره وختونه، چې ناروغان د وينې له کمښت سره مخامخ کېږي، نو د ښار د جامع جومات له خوا د وينې غوښتنه کېږي، چې په دې صورت د وينې ورکړې ته کله خلک حاضرېږي او کله مو هم نا هيلي پرېږدي، تر اوسه هم چا دغه سترې ستونزې ته پاملرنه نه ده کړې.))
ټولې يادې شوې سرچينې د اړوندو ارګانونو څخه غواړي، چې د يادو ستونزو په حل کې اقدام وکړي.
د بادغيس د ولايتي روغتون رييس ډاکټرعبداليطيف روستايي د ولسواليو دځينو او روغتيايي مرکزونو تر منځ د زيات واټن د شتون پخلي کوي او وايي، چې اوسمهال په دغه روغتون او د ولايت په نورو روغتيايي مرکزونو کې د درملو او روغتيايي متخصصينو د کمښت ستونزه شته ده.
نوموړي وويل، چې ددغه ستونزو عمده عامل د بوديجې کمښت دى.
د روستيايي په خبره، نږدې پنځه مياشتې وړاندې د اسپانيا ولايتي بيا رغونې ټيم ددغه ولايت روغتيايي مرکزونه تمينول او د درملو د کمښت ستونزه نه وه.
نوموړى وايي، چې ددغه ولايت څخه د بيارغونې ياد شوي ټيم په وتلو سره دغه مرستې درېدلې او هغه درمل، چې د (Move Welfare Organization ) موسسې له خوا روغتيايي مرکزونو ته ورکړل شوې، بسنه نه کوي.
دا موسسه دعامې روغتيا وزارت سره د درملو د اکمال په برخه کې قرار داد لري.
پژواک د يادې موسسې له چارواکي سره اړيکه ونيوه، څو په خپل راپور کې په دې اړه د يادې موسسې نظر هم ولري، خو دغه چارواکي وويل، چې د موسسې رييس بهر ته سفر کړى او بل څوک په دې اړه نظر نه شي ورکولى.
دهغه په خبره، ددې ترڅنګ يې بيا هم په بيا بيا له خلکو غوښتنه کړې، چې د اړو کسانو د مرستې لپاره وينه ورکړي، خو دا چې ډېر کم خلک د وينې ورکړې ته حاضرېږي، نو په دغه روغتون کې د وينې د کمښت ستونزه پر ځاى پاتې ده.
هغه همدارنګه وويل، چې پخوا د بادغيس ولايتي روغتون ٢٤ برېښنا درلوده، خو اوسمهال يواځې د سهار له اتو د غرمې تر ١٢ بجو برېښنا لري.
هغه وويل، چې ددغه روغتون د اکسريز برخه هم مسلکي کسان نه لري او د جنراتورونو د کمښت په سبب برېښنا هم نه ورسېږي.
هغه همدارنګه زياته کړه، چې د تشکيل سره سم بايد دغه روغتون ٢٣ ډاکټران درلودى، خو اوسمهال ٩ ډاکټران لري.
ددغه ولايت د عامې روغتيا رييس عبدالعزيز طارق د ځينو شته ستونزو پخلى وکړ، خو ويې ويل، چې د درمل د کمښت جدي ستونزه نه لري.
د هغه په خبره، په لرو سيمو کې پراته روغتيايي مرکزونه، په هره درېيو مياشتو کې يو ځل او نورو روغتيايي مرکزونه په هره يوه مياشت کې يو ځل د درمل له مخې اکمالېږي.
طارق وويل، ممکن ځينې روغان د مياشتې په وروستيو ورځو او يا هم لرې پرتو سيمو کې د درېيو مياشتو په وروستيو اونيو کې د درملو له کمښت سره مخ شوي وي، خو په ټوله کې د درملو د کمښت ستونزه نه شته.
نوموړي ددغه ولايت په روغتيايي مرکزونو کې د ډاکټرانو او روغتيايي متخصصينو د کمښت پخلى وکړ او ويې ويل، چې په دې برخه کې يې عامې روغتيا وزارت ته وړانديزونه کړي، خو دا چې ډاکټر د امنيتي لاملونو او بادغيس د لرې والي په سبب په دې ولايت کې کار کولو ته زړه ښه کوي، نو دا د يوې نا حل شوې ستونزې په توګه پاتې ده.
د بادغيس د عامې روغتيا رييس هم ددې پخلى وکړ، چې په دې ولايت کې د روغتيايي مرکزونو رامنځته کېدو ته اړتيا لري، ځکه چې دځينو سيمو او روغتيايي مرکزونو ترمنځ واټن زيات دى.
خو هغه وويل، چې د روغتيايي مرکزونو د رامنځته کېدو موضوع او دولايتي روغتون د وينې بانک اکمال په اړه يې هم وزارت ته وړانديز کړى، خو د بوديجې د کمښت په سبب دغه ستونزه تر اوسه پر ځاى پاتې ده.
د يادونې وړ ده، چې په د هېواد په نورو ولايتونو کې هم روغتيايي ستونزې شته دي.
د نږدې يوې لسيزې په اوږدو کې د روغتيا په برخه کې په ميليونونو ډالر لګېدلي، خو د پژواک خبري اژانس يو څيړنيز راپور، چې د تېر کال په کب مياشت کې خپور شو، څرګندوي، چې لا هم ځينې خلک د روغتيايي خدمتونو نا معياري والي، غير معياري او تاريخ تېرو درملو، درملتونونو او روغتيايي متخصصينو په ځانګړي ډول په روغتيايي مرکزونو کې د ښځينه ډاکټرانو له کمښت شکايت کوي.
ددغه موندنو له مخې، لا هم د هېواد په ځينو سيمو کې خلک روغتيايي مرکزونو ته درې شپې ورځې پلى مزل کوي او هر کال په زرګونو کسان په هېواد کې د روغتيايي خدماتو د کيفيت ټيټ والي په سبب د بېلابېلو ستونزو په زغملو د درملنې لپاره له هېواده بهر سفر کوي.
د عامې روغتيا وزارت مسلکي مرستيال ډاکټراحمدجان نعيم له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ومنله، چې په ځينو سيمو کې د کلو او روغتيايي مرکزونو ترمنځ واټن زيات دى، خو وايي، چې په دا ډول سيمو کې ګرځنده روغتيايي ټيمونه ګومارل شوي دي.
دده په خبره، د ښځينه ډاکټرانو او قابلو د کمښت ستونزه شده، خو دغه ستونزه د ١٣٨١ کال په پرته کمه شوې ده، ځکه چې په ١٣٨١ لمريز کال کې د هېواد په ٢٤ سلنه روغتيايي مرکزونو کې ډاکټرانو او قابلو کار کوه، خو اوسمهال دا شمېره ٨٠ سلنې ته رسېدلې ده.
دعامې روغتيا وزارت مسلکي مرستيال وايي، چې د روغتيايي خدماتو د کيفيت په برخه کې ستونزې تر يوې کچې شته، خو د نږدې يوې لسيزې په پرتله څو چنده غوره شوي او په دې برخه کې پرمختګونه شوي دي.
د هغه په خبره، اوسمهال د افغانستان په ځينو سيمو کې پېچلي جراحي عمليات تر سره کېږي، چې ښې پايلې هم لري.
دعامې روغتيا وزارت مسلکي مرستيال وايي، چې د کافي بوديجې نشتوالى هم په هېواد کې د روغتيايي پراختيا په برخه کې يوه ننګونه ده.
د عامې روغتيا وزارت ددغه چارواکي په خبره، په تېرو ١٢ کلونو کې شا وخوا ١،٥ ميليارده امريکايي ډالر په افغانستان کې د روغتيا( درمنله او نورو) برخه کې لګول شوي، چې ٧٣ سلنه يې خلکو، ٤ سلنه يې افغان دولت او ٢٣ سلنه يې نړيوالې ټولنې ورکړې دي.
نوموړي د نړيوالې ټولنې دغه شوې مرستې او د دولت له خوا دشته ستونزو دحل او په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د دولت ځانګړې کړې بوديجه نا څېره وبلله او په همدې سبب په ياده برخه کې زيات پرمختګونه نه دي شوي.
د ماليې وزارت وياند عبدالقادر جيلاني وايي، چې په تېرو ١٢ کلونو کې د هر وزارت لپاره امکاناتو، لومړيتوبونو او وړانديز شوو پروژو ته په پام سره تخصيص شوې ده.
د هغه په خبره، د ماليې وزارت به هڅه وکړي، چې په راتلونکو کلونو کې د عوايدو په لوړېدو او د مالي امکاناتو د وضعيت په ښه کېدو سره د روغتيا وزارت ته زياته بوديجه تخصيص کړي.










