ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان: د ټاکنو پرمهال پر پوله کلک امنيتي تدابير نيسو

پاکستان: د ټاکنو پرمهال پر پوله کلک امنيتي تدابير نيسو

author avatar
12 Jun 2014 - 18:36
پاکستان: د ټاکنو پرمهال پر پوله کلک امنيتي تدابير نيسو
author avatar
12 Jun 2014 - 18:36

کابل (پژواک٢٢غبرګولى٩٣): پاکستان وايي، چې د افغانستان د ولسمشرۍ د دويم پړاو د ټاکنو د امنيت په موخه پر پوله کلک امنيتي تدابير نيسي.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى، چې د غبرګولي په ٢٢مه په کابل کې د پاکستان د سفارت له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

خبرپاڼه زياتوي، پاکستان په افغانستان کې له ديموکراتيکو او سوله ييزو ټاکنو څخه ملاتړ کوي.

سرچينه وايي، د وري په ١٦مه په ټاکنو کې پاکستان پر پوله کلک جدي امنيتي تدابير نيولي و او په دويم پړاو کې به هم د پخوا په څېر سخت امنيتي تدابير ونيسي.

خبرپاڼه زياتوي، پر پوله به د څارنې په موخه اضافي امنيتي ځواکونه وګوماري، سرحدي سيمو ته څېرمه به تالاشۍ ډېرې کړي او له نورو مرستندويو مېکانيزمونو څخه به کار واخلي.

د سرچينې په حواله، پاکستان په افغانستان کې په سوله ييزه توګه د واک د لېږد ملاتړ کوي او له افغانانو غواړي، چې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.

خبرپاڼه کاږي، په افغانستان کې د ټاکنو ترسره کېدل د ټاکنيزو کمېسيونونو په مشرۍ د افغانانو کار دى، دوى دروند مسووليت په غاړه لري او تمه ده، چې په بريا سره به يې ترسره کړي.

ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې د شنبې په ورځ د غبرګولي په ٢٤مه، ترسره شي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.