کابل(پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٣): د عامې روغتيا وزيره ثريا دليل وايي، چې په ١٣٩٢ لمريز کال کې نږدې ٤٠ سلنه د اړتيا وړ وينه خلکو ته په رضاکار او خپل خوښي ډول ورکړل شوې او پاتې نوره د وينې د تبادلې له لارې تر لاسه شوې ده.
په هغه غونډه کې ، چې نن په کابل کې په مرکزي بانک کې د وينې ورکړې نړيوالې ورځې د نمانځنې په موخه جوړه شوې وه، د عامې روغتيا وزيرې د وينې له ورکړې وروسته له نورو خلکو وغوښتل، چې د وينې په ورکړې سره دې د اړمنو لاس نيوى وکړي.
مېرمن دليل وويل، چې د عامې روغتيا وزارت له تېرو څلور کلونو راهيسې هڅه کوي، چې د خلکو په منځ کې د وينې ورکړې کولتور پياوړى کړي.
نوموړې د جزيياتو له ورکړې پرته په ډاګه کړه، چې په افغانستان کې د وينې لګښتونه د جګړې د ټپونو او ترافيکي پېښو له امله لوړ او خلک بايد په دې برخه کې له عامې روغتيا وزارت سره مرسته وکړي.
د هغې په خبره، يو سالم انسان په ځانګړي ډول ځوان کولى شي، چې په يوه کال کې څلور ځله وينه ورکړي.
دليل وايي، چې د نارينه وو بدن په درېيو مياشتو او د ښځو بدن په څلور مياشتو کې بېرته پر دې توانېږي، چې ورکړې وينه توليد کړي.
روغتيايي مختصصين وايي، هغه کسان چې له جسمي راو روحي اړخه سالم وي او عمر يې له ١٨ کلونو ښکته او ٦٠ لوړ نه وي، وزن يې له ٥٠ کيلو اوچت او د وينې په کمښت نه وي اخته نو کولى شي وينه ورکړي.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، ټوله شوې وينه د وينې په بانک کې معاينه کېږي او د هغه کسانو وينه ساتل کېږي، چې له مکروب پاکه وي.
د ويني مرکزي بانک رييس ډاکټر مسعود رحماني پژواک ته وويل، چې د عامې روغتيا وزارت د وينې ورکړې نړيوالې ورځې د نمانځنې په خاطر د هغو کسانو درناوى کوي، چې په خپل خوښي ډول وينه ورکوي، څو نور خلک د ويني ورکړې ته وهڅول شي.
١١ کلنه حسيبه، چې په تلاسمي ناروغۍ اخته ده او په هره يوه مياشت کې يو ځل د وينې اخيستلو ته اړکېږي، په ننيو مراسمو کې يې له خلکو او د ويني بانک څخه مننه وکړه، چې دې ته يې په تېرو ١١ کلونو کې وينه ورکړې ده.
روغتيايي متخصصين وايي، چې تلاسميا ناروغي د وينې د کمښت سبب ګرځي او بايد په دغه ناروغۍ اخته کسان هره مياشت کې يو يا دوه ځله وينه واخلي.
دوى وايي، چې په دغه ناروغۍ اخته ناروغان نه شي کولى، د هډوکي مغز د پيوند له جراحي عملياتو پرته ، چې په افغانستان کې نه شي تر سره کېدلى، له ٢٠ کلونو زيات عمر وکړي.
د وينې مرکزي بانک رييس ډاکټر مسعود رحماني وويل، يواځې په کابل ښار کې ٥٠٠ کسان په تلاسميا ناروغۍ اخته دي او هره مياشتې لږ تر لږه يو ځل وينه اخلي.
نوموړي د څرګندو شمېرو له ورکړې پرته وويل، چې د هېواد په کچه دا ډول ناروغانو شمېر له زرو څخه تر دوو زرو کسانو پورې رسېږي.
د وينې ورکړې نړيواله ورځ( ١٤ جون)، چې د وينې ګروپونو د لومړني کاشف او پوه کارل لند ستينر (Karl land Steiner)د زېږون له ورځې سره برابره ده، په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.










