منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۶ غ.و
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د اروزګان ډېر ښوونځي کتابونه نه لري

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۴۳ کتنې

ترينکوټ (پژواک ٣١ غبرګولى ٩٣): د هېواد په سړو سيمو کې د ښوونيز کال له پيلېدو درې مياشتې پوره کېږي، خو د اروزګان ولايت ګڼو ښوونځيو ته درسي کتابونه نه دي رسول شوي.

د دغه ولايت د پوهنې مسوولين او ځايي اوسېدونکي وايي چې لومړني او منځنيو ښوونځيو ته کتابونه نه دي ور رسېدلي.

د اروزګان د مرکز ترينکوټ ښار په لوېديځه سيمه کې يو لومړنى ښوونځى شته چې په يوه ټولګي کې يې ګڼ زده کوونکي پر دوو کتابونو راټول وو او درس يې وايه.

د دغه ښوونځي په يوه بل ټولګي کې هلته هم څو زده کوونکي د ټولګي پر څوکۍ ناست وو، خو هېڅ کتاب يې نه درلود، داسې ښکارېده لکه چې په کومه انتظار خونه کې ناست دي او د چا د راتګ انتظار باسي.

د دغه دويم ټولګي يوه زده کوونکي فندجان پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر دې مهاله ورته د هېڅ مضمون کتاب نه دى ورکړل شوى.

د هغه په وينا، که څه هم له ښوونيز کال څخه تر دې مهال درې مياشتې تېرې شوې، خو تر اوسه د مسوولينو له خوا پر دوى کتابونه نه دي وېشل شوي.

د محمود کارېز د ښوونځي يو بل زده کونکي فضل احمد وايي چې ځيني کتابونه يې په شخصي لګښت له بازار څخه اخيستي دي.

هغه زياتوي چې لا هم ډېر کتابونه نه لري او داسې وخت هم راغلى چې په يوه کتاب باندې له څلورو تر پنځو پورې زده کوونکي بوخت وي.

د دغه ښوونځي ځينو نورو زده کوونکو هم ويل چې پر خپلو پيسو يې کتابونه پېرلي او د ښوونځي له خوا ورته کتابونه نه دي ورکړل شوي.

د زده کوونکو ترڅنګ د دغه ولايت ښوونکي هم د کتابونو له نشتوالي شکايت کوي او زياتوي چې د زده کوونکو قيمتي وخت د کتابونو د نشتوالي له امله ضايع کېږي.

د ترينکوت ښار د سيدال خان لېسې يوه ښوونکي عبدالنبي پژواک اژانس ته وويل چې دا ستونزه يواځې د دوى د ښوونځي نه ده، بلکې د مرکز او ولسواليو په ښوونځيو کې هم دا ستونزه ډېره ده.

د اروزګان د پوهنې رييس احسان الله ناشر هم د کتابونو د نه شتون ستونزه مني او زياتوي چې د اروزګان په ګډون د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې دا ستونزه شته.

هغه پژواک اژانس ته وويل، هغه کتابونه چې د دغه ولايت د پوهنې رياست ته رسېدلي دوی هم په خپل نوبت سره ځينو ښوونځيو ته وېشلي دي، خو ډېر شمېر کتابونه له وزارت څخه دوی ته نه دي ورغلي.

ناشر زياته کړه: ((دا ستونزه مې د افغانستان له پوهنې وزارت سره شريکه کړې او هغوى هم ډاډ راکړى چې ډېر ژر به يې راولېـږي.))

دى وايي چې ستونزه په وزارت کې هم نشته، بلکې ستونزه د هغې موسسې او کمپنۍ ده، چې ياد کتابونه يې چاپ کړي او بيا يې د وېشلو مسووليت پر غاړه لري.

د پوهنې وزارت وياند او د نشراتو رييس کبير حقمل هم يادې ستونزې تر يوه بريده تاييدوي.

هغه د کتابونو د کمښت په اړه وايي چې دوى له تېرو شپږو مياشتو راهيسې کتابونه لري، خو وزارت يې ولايتونو ته د لېږلو امکانات نه لري.

ده زياته کړه: ((د کتابونو د چاپ او لېـږد لګښت د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (يو اېس اى اې ډي) پر غاړه و او اوس هغوى ته منتظر دي، چې د لېږد چارې يې پيل کړي.))

پر اروزګان سربېره د افغانستان په نورو سوېلي او شمال ختيځو ولايتونو کې هم د بېلابېلو ستونزو له امله يو شمېر ښوونځي تړلي پاتې دي.

د اروزګان د پوهنې بهير له تېرو څو مياشتو راهيسې له ستونزو سره مخ دى، څه موده مخکې د دغه ولايت والي ګواښ کړى و، چې که د پوهنې ستونزې هوارې نه شي، نو دوى به پر لاريونونو لاس پورې کړي.

والي امان الله تيموري په دغه ولايت کې د پوهنې بهير له صفر سره برابر وباله او زياته يې کړه‌، که چېرې مرکزي حکومت جدي پاملرنه ونه کړي، نو پر لاريونونو به لاس پورې کړي.

د هغه په وينا، د پوهنې له وزير سره يې دغه ستونزه شريکه کړې او هغه ورسره ژمنه کړې چې ډېر ژر به يو با صلاحيته پلاوى له نږدې د دغه ولايت د ستونزو د معلومولو په موخه ور ولېـږي.

ده زياته کړه: ((موږ په تمه يو چې ډېر ژر به د پوهنې ولايت دغه پلاوى ترينکوت ته ور ورسېږي.))

د اروزګان والي په دغه ولايت کې د درسي کتابونو، د ښوونکو د کمښت، د لسګونو ښوونځيو تړل کېدل او يو شمېر نورې ستونزې د دې لامل بولي چې د دغه ولايت د پوهنې بهير يې ټکنى کړى دى.

د هغه په وينا، د دغه ولايت معارف ژور بدلون ته اړتيا لري او که چېرې يې پر وړاندې چوپ پاتې شول، نو نوى نسل به له زده کړې پاتې شي.

له بلې خوا د اروزګان يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د پوهنې سکتور پر وړاندې ستونزې د حکومت بېغوري بولي.

د چنارتو ولسوالۍ قومي مشر حاجي عبدالسلام پژواک ته وويل: ((د کلي ماشومان ځکه ښوونځيو ته نه ځي، چې په ښوونځيوکې نه ښوونکي او نه هم کتابونه شته.))

د نوموړي په خبره، د تېرو ١٢کلونو پر مهال د دغه ولايت پوهنې رياست ته اته د رييسانو په توګه راغلل، خو يوه يې هم د ده په وينا، د اروزګان د پوهنيز سکتور لپاره ښه کار ونه کړ.

د دغه ولايت يوه بل قومي مشراحمدشاه پژواک ته وويل، په ځينو سيمو کې ډېرى کورنۍ خپل ماشومان ښوونځو ته نه لېږي او ديني مدرسو ته يې استوي.

په اروزګان کې پر دغو تړلو ښوونځيو سربېره ٢٤٣ ښوونځي شته او د پوهنې رياست د چارواکو په وينا، له دې ډلې ٧٠ ښوونځي تر بيارغونې لاندې دي.

د چارواکو په وينا، په دغو ټولو ښوونځيو کې ٧٨ زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، چې د ١٨ سوه استادانو له لوري زده کړه ورکول کېږي.