پل علم (پژواک، ٧ چنګاښ ٩٣): د لوګر ولايت يو شمېر ښوونکي ګواښنه کوي، که چېرې ورته د پل علم ښار په نوې پروژه نمرې ورنکړل شي، نو د ښوونځيو دروازې به وتړي.
لسګونو ښوونکو دغه ګواښنه په هغه غونډه کې وکړې، چې پرون ددغه ولايت په مرکز پل علم ښار کې جوړه شوې وه.
دوى د ولايت سيمه ييز چارواکي ددوى د حقونو پر وړاندې په بې پروايۍ تورن کړل او زياته يې کړه، چې له تېرو شپـږو کلونو راهيسې ورسره ددروغو ژمنې کېږي .
د عبدالبصير په نامه يوه ښوونکي وويل چې دوى په سختو شرايطو کې زده کوونکي روزي څو يوه سالمه ټولنه رامنځته شي.
خو هغه زياتوي چې دولتي چارواکي ددوى حقوقو او غوښتنو ته هېڅ ځواب نه وايي او ددوى حقوق تر پښو لاندې کوي.
د بابوس د لېسې مدير محمد عثمان بيا وايي چې له تېرو شپږو کلونو ورسره د ځمکو د نومرې ژمنې کېږي، خو تر اوسه يې عملي کړې نه ده.
هغه ولايتي چارواکي ددوى د حقوقو قه برخه کې په بې پروايۍ تورن کړل او زياته يې کړه، چې ډېرى ښوونکى سرپناه نه لري.
نوموړي له ولايتي چارواکو وغوښتل چې د پل علم ښار په نوې پروژه کې دې ښوونکو ته نمرې ورکړي.
د افغان شهيد فاروق د ښونځی مدير عبدالقدير هوتک د غونډی ګډونوالو ته وويل چې چارواکي يواځې دوی سره ژمنې کوي، خو عمل پرې نه کوي.
د لوګر د ښونکو د شورا رييس نقيب الله اخندزاده پژواک اژانس ته وويل چې ولسمشر حامد کرزي ديوه فرمان له مخې ښوونکو ته د ځمکو د نومرو د ورکولو امر کړى دى.
خو هغه زياتوي چې د لوګر ولايت چارواکي له ښوونکو سره ظلم کوي او دغه حق نه ورکوي.
نوموړي په ولسي جرګه او ولايتي شورا کې د خلکو له استازو وغوښتل چې په دې برخه کې له دوى سره مرسته وکړي .
دوى ګواښ، که چېرې حق يې ورنکړل شي، نو د ښوونځيو دروازې به وتړي.
د لوګر د پوهنې رييس محمد اکبر ستانکزي د خپلو ښونکو غوښتنې او نيوکې مني.
هغه پژواک ته وويل چې د پوهنې رياست په دې برخه کې خپلې هڅې کړې خو ولايتي چارواکي د ښونکو غوښتنو ته پاملرنه نه کوي او له پامه يې غورځولې دي.
د لوګر مرستيال والي محمد هاشم فيضي هم د ښونکو ستونزې او غوښتنې پر ځاى بولي خو وايي چې د مرکز په ګډون په محمد اغه، برکي برک او خوشي ولسواليو کې يې ښوونکو لپاره ښارګوټي په پام کې نيولي دي او کارونه يې تر پروسس لاندې دي.










