فراه (پژواک ١٥ چنګاښ ٩٣): د فراه په خاکسفېد ولسوالۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې او څېړنې ښيي چې ويروس يې د پاکستان له کراچۍ څخه فراه ته لېږدېدلى دى.
د فراه د عامې روغتيا مشر ډاکټر عبدالجبار شايق، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د خاکسفېد ولسوالۍ په “ديوار سرخ” سيمه کې دغبرګولي په ١٣مه د ١٨ مياشتو عمر لرونکې ماشومه ( صحراګله) فلج شوې وه.
دى وايي، چې په دې اړه د همدې مياشتې په ١٧مه د عامې روغتيا رياست ته خبر ورکړل شو او وروسته د صحراګلې غايطه مواد د معاينې لپاره اسلام اباد ته ولېږل شول .
د هغه په وينا، په اسلام اباد کې تثبيت شوه ،چې صحرا ګله ګوزڼ وهلې ده.
دى وايي،چې د اسلام اباد تر معاينې وروسته، د امريکا متحده ايالتونو کې تثبيت شوه، چې دغه ويروس د پاکستان له کراچۍ ښار څخه فراه ته لېږدېدلى دى.
ډاکټر شايق وايي، چې په امريکا کې د يادو معايناتو پايلې يې نن تر لاسه کړې دي.
هغه ونه ويل، چې د صحراګلې کورنۍ پاکستان ته تګ راتګ درلود او که نه ، خو زياته يې کړه چې د يادې سيمې ډېر اوسېدونکي پاکستان ته تګ راتګ لري.
دا مهال د نړۍ په کچه د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي يواځې په پاکستان، افغانستان او نايجريه کې شتون لري.
د فراه د عامې روغتيا رياست د معلوماتو له مخې، په ٢٠١٢ کال کې د فراه ولايت په کچه د بالابلوک په ولسوالۍ کې يوه د ماشومانو د ګوزڼ پيښه ثبت شوې وه او تر هغه وروسته د ديوار سرخ سيمې پېښه، په دې ولايت کې د ګوزڼ لومړۍ پېښه ده .
په روان ميلادي کال کې د ماشومانو د ګوزڼ يوه مثبت پېښه په کونړ او يوه ، يوه په ننګرهار او لغمان ولايتونو کې ثبت شوې دي.
د هېواد په کچه تېر کال ١٧ او وړم کال ٣٤ د ګوزڼ مثبت پېښې ثبت شوې وې.
د ماشومانو ګوزڼ په سخت تبه سره پيليږي او ويروس يې د خولې له لارې بدن ته داخليږي. دغه ناروغي د ماشوم د دايمي فلج کېدو او ان مړينې سبب کېداى شي.










