پل علم ( پژواک، ٢٣ چنګاښ ٩٣): د لوګر د پوهنې رياست له خوا د نالوستو مېرمنو او نجونو لپاره د ليک لوست د زده کړی نهه مياشتنۍ کورس پرانيستل شو.
د دې ولايت د پوهنې رياست وياند شاه پور عرب د چنګاښ په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې اوسمهال په دې کورس کې ٣٠ تنو نالوستو مېرمنو ته زده کړې ورکول کېږي.
هغه زياته کړه، د بې سوادۍ د له منځه وړلو په دې پروګرام کې به دغو مېرمنو او نجونو ته د نهو مياشتو په ترڅ کې د ليک لوست د زده کړې په برخه کې روزنه ورکړل شي.
د لوګر د پوهنې رييس انجنير محمد اکبرستانکزي د پرانيستې په مراسمو کې وويل، چې دوی د نالوستو مېرمنو او نجونو لپاره د زده کړې زمينه برابره کړې ده.
هغه زياته کړه، دا مهال په ټول لوګر کې د نالوستو کسانو لپاره د سواد زده کړې ۱۶۵ فعال مرکزونه شته او شاوخوا ۲۸۶۷ تنه نالوستي کسان په کې په زده کړو بوخت دي.
د لوګر د ښځوچارو رييسې شيما “زرګر” د نالوستو مېرمنو او نجونو لپاره د دغه مرکز پر جوړولو خوښې څرګنده کړه.
د نوموړې په وينا، په دې کورس کې به يادې مېرمنې او نجونې د ليک لوست په زده کولو سره وکړای شي، چې خپلې ډېرې ستونزې هوارې کړي.
د جميلې په نامه د دې کورس يوې ګډونوالې پژواک اژانس ته وويل، چې د دې کورس يوه ګټه به داوي، چې وکولى شي خپلو کوچنيو اولادونو سره د ښوونځي په درسونو کې مرسته وکړي.
د هغې په وينا، بله به ګټه به يې داوي چې وکولى شي له موبايل څخه سمه ګټه پورته کړي.









