خوست (پژواک د زمري لومړۍ نېټه ٩٣): د خوست ښار په ستر جامع جومات کې نن د دغه ولايت د ديني مدرسو د لسګونو قاريانو ترمنځ د قرانکريم د حسن قرائت سيالي تر سره شوه، چې ګڼ شمېر عامو خلکو او ځوانانو هم په کې ګډون کړی و.
دغه سيالي په دې ولايت کې د هېوادپال ځواک په نوم د يوه ټولنيز بنسټ له لوري د روژې د مبارکې مياشتې په وياړه جوړه او تنظيم شوې وه.
د ياد ټولنيز بنسټ اجرايوي مشر لمر نيازي پژواک اژانس ته وويل، چې د نورو ګڼو روزنيزو، علمي، کلتوري او ټولنيزو فعاليتونو تر څنګ دا د دوی له لوري لومړی ځانګړی ديني پروګرام دی.
هغه په دې اړه زياته کړه: ((ځواک ژمن دی، چې له دې وروسته هر کال د روژې په مبارکه مياشت کې د قرانکريم د حسن قرائت منظمې او له نوښته ډکې سيالۍ او نور ديني پروګرامونه جوړ کړي)).
د خوست ولايت د حج او اوقافو رييس مولوي اظهارالدين وويل، چې دا ډول ديني پروګرامونه د اهميت، ارزښت او پر ځوانانو د مثبت اغېز ترڅنګ د ټولنې د پرمختګ څرګنده ښکارندويي کوي.
نوموړي هيله څرګنده کړه، چې نه يواځې د هېوادپال ځواک ټولنيز بنسټ، بلکې نور ټولنيز بنسټونه هم د ځوانانو د روزنې او هڅونې لپاره دا ډول پروګرامونه جوړ کړي.
د قرانکريم د حسن قرائت د دغې سيالۍ په ترڅ کې د قاريانو له ډلې قاري بلال، فقيرالله، سيدرسول او قاري مطيع الله څلور غوره او ښکلي قرائت کوونکي قاريان وبلل شول.
پر دغو څلورو غوره قاريانو د هېوادپال ځواک له لوري ځانګړې ډالۍ او په ټوليزه توګه د سيالۍ پر ګډون کوونکو قاريانو نغدي سوغاتونه ووېشل شول.
د ياد ټولنيز بنسټ يوه غړي محمد الياس د سيالۍ ګډون کوونکو ته په خبرو کې د روژې په مبارکه مياشت کې د ديني غونډو جوړولو يوه مهمه اړتيا وبلله.
نوموړي دغه راز وويل: ((لا هم په خوست او يا په ټول افغانستان کې د اسلامي نړۍ په معيارونو برابر د قرانکريم د حفظ او تجويد ديني مرکزونه نشته او دا برخه جدي پاملرنې ته اړتيا لري.))
د يادونې وړ ده، چې د هېوادپال ځواک په نوم دغه ټولنيز بنسټ د تېرو څلورو کلونو په موده کې په بېلابېلو ټولنيزو، فرهنګي او علمي برخو کې لسګونه پروګرامونه ترسره کړي دي.