میمنه(پژواک،٣زمرى٩٣): وسله والو د فارياب په ګرزيوان ولسوالۍ کې د پوليسو ديوې پوستې د قوماندان په ګډون درې تنه وژلي او پنځه نور يې ټپيان کړي دي.
د ګرزيوان ولسوال عبدالرزاق کاکړ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر ماښام د ″دره جور″ د پوليسو د پوستې قوماندان اسمعيل په يوه موټر کې کور ته پر لاره و ،چې د تخاره په سيمه کې د وسله والو طالبانو له کمين سره مخ شو.
ولسوال وايي، چې په دې موټر کې نور ملکي وکړي هم سپاره وو، چې د بريد پر مهال يې د ياد قوماندان په ګډون درې تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د فارياب د ولايتي شورا غړي عبدالطیف پژواک ته وويل، په دې پېښه کې د پوليسو د پوستې د قوماندان اسمعيل په ګډون درې تنه وژل شوي او اوه نور ټپيان دي.
هغه وايي، چې تر بريد لاندې راغلي موټر کې ١٢ تنه سپاره وو، چې يواځې دوه تنه يې پر ډزو نه دي لګېدلي دي.
د ولايتي شورا دې غړي د پوليسو د پوستې وژل شوى قوماندان يو متحرکه سرتېري وباله، چې په وينا يې څه موده مخکې يې د طالبانو ټاکلى ولسوال او ١٥ تنه طالبان هم وژلي وو.
ياده دې وي، چې کابو يوه مياشت مخکې هم په دې ولسوالۍ کې د وسله والو د يوه کمين په ترڅ کې د پوليسو پوستو د دوو قوماندانو په ګډون ٧ تنه وژل شوي وو.










