باميان (پژواک ٨ زمرى ٩٣): باميانو کې په نشه يي توکو شاوخوا ٣٠٠ روږدي کسان، چې په دغه ولايت کې يې درمنله شوې وه، يو ځل بيا نشو ته مخه کړې او بلخوا يو شمېر نور په نشو روږدي کسان، له دې امله چې په ټولنه کې د کرکې سبب ونه ګرځي، د معتادانو روغتونونو ته مراجعه نه کوي.
د باميانو د عامې روغتيا وزارت وايي، چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې د دغه رياست د معتادانو د درملنې په مرکز او د شهاب سنټر په خصوصي مرکز کې د شا وخوا ٢٣٠ تنو درمنله شوې، خو له دې ډلې يې ٣٣٠ تنه بيا په نشو اخته شوي دي.
دواړه روغتيايي مرکزونه ٢٠ بستريز دي او د روغتيا رياست د درملنې په رياست کې يې ډېرى روږدي کسان معالجه شوي دي.
د باميانو د عامې روغتيا مشرې ډاکټرې ريحانه حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له بده مرغه ډېرى معتادان له دې امله چې په ټولنه کې د خلکو د کرکې سبب ونه ګرځي، خپل اعتياد پټوي، چې دا د دوى په درملنه کې يوه لويه ستونزه ده.
هغې زياته کړه، چې له همدې امله پر نشه يي توکو د روږدو کسانو کره شمېره نه ده معلومه او د معتادانو د کچې د لوړېدو او کمېدو په اړه هم معلومات نه لري.
ډاکټر حيدري وويل، چې د درملنې دغو دوو مرکزونو ته ټول مراجعه کوونکي کسان نارينه دي او تر اوسه پورې ورته په نشه يې توکو روږدو ښځو مراجعه نه ده کړې.
د باميانو ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست د معلوماتو له مخې، په نشې د روږدو کسانو کره شمېرې د دغه رياست له لوري د دوى د نه ثبت کېدو له امله شتون نه لري، خو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې او د ملګرو ملتونو د جرمونو د کنټرول سروې له مخې، دغه شمېرې په ١٣٩١ او ١٣٩٣ کلونو کې شا وخوا ٩٢ زره کسانو ته رسېدې.
د باميانو ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس حسين نظري وويل، چې له دې ډلې يې پر نشې ٩٧ سلنه روږدي کسان نارينه، دوه سلنه يې ښځينه او يو سلنه يې له ١٨ کلونو کم عمره کسان تشکيلوي.
هغه وويل، چې دغه کسان پر بېلابېلو نشو لکه ترياک، هيرويين او چرسو باندې روږدي دي، چې ډېرى يې په ايران هېواد کې په نشو روږدي شوي او له هغه وروسته بيا باميانو ته راغلي دي.
د باميانو په مرکز کې، په نشو روږدي سلګونه کسان ډلې ډلې ليدل کېږي او نشه يي توکي کاروي.
پر نشه يي توکو يوه روږدي کس ٤٠ کلن محمد اسلم وويل، چې له نن ديارلس کاله وړاندې ايران ته لاړ او د ډبرو جوړونې په فابريکه کې يې د دې لپاره چې ډېرې پيسې تر لاسه کړي او ډېر کار وکړي، په ترياکو روږدى شو.
نوموړي، چې خيرنې او شلېدلې جامې يې اغوستې وې، زياته کړه: ” يو وخت مې دې ته پام شو، چې که ترياک ونه خورم نو ټول ځان به مې سوځېده او له هغه وروسته مجبور شوم چې له ترياکو څخه د خوړولو او دود لپاره کار واخلم، چې اوس په دې وضعيت اخته يم.”
اسلم زياته کړه، چې کورنۍ يې په ايران کې اوسي او دى له هغه ځايه راشړل شوى او اوس ايران ته د بيرته تلو پيسې هم نه لري.
ياد معتاد کس ادعا وکړه، چې پر نشې د روږدو کسانو کلينيکونو ته يې مراجعه کړې، خو دى يې هلته نه دى منلى او که څوک په کې واسطه ونه لري، نو په دغو کلينيکونو کې يې درملنه نه کېږي.
د دغه ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس هم وويل، چې په دغه ولايت کې د معتادانو يو دولتي کلينيک او دوه روغتونونه شتون لري، چې شاوخوا د سلو کسانو د درمنلې ظرفيت لري، چې دغه اندازه هيڅکله هم د معتادانو لپاره بساينه نه کوي.
هغه زياته کړه، چې په دغه ولايت کې بايد د معتاداتو د درملنې حوزوي روغتونونه جوړ شي، ترڅو ټول معتادان او له نورو ولايتونو څخه د راغلو کسانو درمنله پکې وشي او دغه د معتادانو د درملنې يواځينۍ لار ده.
دا په داسې حال کې ده، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت او د ملګرو ملتونو د جرمونو د کنټرول او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې شمېرې څرګندوي، چې په افغانستان کې له يوه ميليون څخه ډېر کسان پر نشو روږدي دي.
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وايي، چې په ٢٠٠٢ کال کې يواځې پر نشې د يوې سلنې روږدو کسانو درملنه کېدله، خو د تېرو دوولسو کلونو په ترڅ کې د درملنې دغه ظرفيت شپږ سلنې ته لوړ شوى او په راتلونکي کې به دغه شمېره ٣٠ سلنې ته لوړه کړي.
ورته مهال، د دغه ولايت د بېلابېلو ولسواليو څخه د يو شمېر نجو په ګډون څلوېښت کسانو يو پنځه ورځنى ورکشاپ پاى ته ورساوه، چې د باميانو ځوانانو د امريت په مرسته د کولمبو پلان موسسې له لوري، پر لاره اچول شوى و.
د کولمبو پلان موسسې، سر ښوونکي علي الله جليل چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې کار او په کابل کې دفتر لري، وويل چې دغه ورکشاپ د دې لپاره ځوانانو ته په پام کې نيول شوى و، چې روغ او سالم کسان په نشه يي توکو روږدي نه شي او د زيانونو په اړه يې معلومات تر لاسه کړي.
هغه زياته کړه: ” له اعتياد څخه د مخنيوي يوه لار، د نشه يي توکو د زيانونو په اړه خلکو ته د معلوماتو ورکول دي، چې په دې پوه شي چې په نشې روږدي کېدل تباهي رامنځته کوي او له هغه څخه بايد مخنيوى وشي.
هغه زياته کړه، په دغه پروګرام کې چې د امريکا د قانون تنفيذ ادارې له لوري تمويليږي، د هېواد په ١٥ ولايتونو کې خلکو ته زده کړې ورکول کېږي، چې په ټوله کې به ١٣٠٠ کسان له دغو زده کړو ګټه پورته کړي.
د دغه ورکشاپ يوې ګډونوالې عادلې محبي وويل، چې په دغه ورکشاپ کې دوى د نشه يي توکو د زيانونو، پېژندلو او په نشه يي توکو د روږدي کېدو څخه د مخنيوي په اړه زده کړې وکړې.
هغې زياته کړه: ” کله چې په يکاولنګ ولسوالۍ کې خپل کلي ته ستنه شم، نو د سيمې خلکو، کورنيو او هغو کسانو ته چې په اعتياد اخته شوي، په دې اړه پوهاوى ورکوم، ترڅو خلک د نشه يي توکو د زيانونو په اړه معلومات تر لاسه او مخنيوى يې وکړي.”
په باميانو کې له تېرو اتو کلونو راهيسې د کوکنارو کښت صفر شوى، خو دغه ولايت له شمال څخه سوېل او له سوېل څخه شمال ته د نشه يي توکو د ترافيکو پر ليکه پروت دى.
د باميانو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبازرې رييس وويل: ” زموږ اندېښنه له دې نه ده، چې باميان له جنوب څخه شمال ته د ترافيکو په مسير کې پروت دى او له دې امله چې يو با امنه ولايت دى، نو له همدې لارې د نشه يي توکو قاچاق وړونکي نشه يي توکي له هلمند او کندهار څخه د شمال او امو دريا لوري ته لېږدوي.”
د باميانو والي غلام علي وحدت وويل، چې نشه يي توکي له ګاونډيو ولايتونو څخه په قاچاقي ډول دغه ولايت ته رالېږدول کېږي او دوى به هڅه وکړي، چې د باميانو له لارې د نشه يي توکو د قاچاق مخه ونيسي.










