فيض اباد (پژواک ١٢ زمرى ٩٣): د بدخشان ولايت د لرو پرتو سيمو اوسېدونکي د روغتيايي خدمتونو له کمښت او د اميندوارو ميندو د مړينې په اړه اندېښنه څرګندوي، خو روغتيايي چارواکي د غوره روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو او د مور او ماشوم د مړينې د کچې له ټيټوالي خبر ورکوي.
بدخشان ولايت غرنى او د سختو لارو درلودونکى جغرافيوي موقعيت لري، چې له دې ډلې يې د ٢٨ ولسواليو نښلونکې لارې له مرکز سره د واورو ورېدو له امله حتى تر شپږو مياشتو پورې تړلې وي.
د لرو پرتو ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې د اميندواره ښځو ستونزې زياتې دي.
ناروغان د مرکب او اسونو په وسيله يا هم پلي روغتيايي کلينيکونو ته لېږدول کېږي خو ښځې د لارو د خرابوالي او لرې والي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
ځينې سيمې د ولسواليو له مرکزونو سره يوه يا دوه ورځې واټڼ لري او خلک په ځانګړي ډول په ژمي او لارو د بندښت پر مهال نه شي کولى خپل ناروغان کلينيکونو ته ولېږدوي.
له دغو ولسواليو يوه هم د ارغنچخواه ولسوالي ده چې کلي يې د ولسوالۍ تر مرکزه لسګونه کيلومتره واټن لري او خلک خپل ناروغان روغتيايي کلينيک ته لېږدوي چې دغه کار بې خطره نه دى.
د دارغنچخواه ولسوالۍ د شيوه سيمې اوسېدونکى دانياربېګ وايي، چې د دې ولسوالۍ په مرکز کې يو روغتيايي کلينيک دى، چې درمل او ډاکټر لري خو د لرو پرتو سيمو اوسېدونکي کلينيک ته ډېر کم لاسرسى لري او ناروغان يې په لاره کې له منځه ځي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر کال دريو اميندوارو ښځو له شيوه سيمې او سږ کال د ده له خپلوانو يوې ښځې ه کلينيک ته پر لاره خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
پنځوس کلن دانياربېګ زياته کړه: ((دا چې تر روغتون پورې واټن زيات دى، دايې غواړي چې ښځې ماشوم وزېږوي.))
خو هغه زياته کړه، چې ځايي دايې د ښځو زېږون په سنتي بڼه د طبي نورمونو خلاف ترسره کوي، چې دغه کار هم د مور او ميندو د مړينې لامل کېږي.
په خواهان ولسوالۍ کې هم د اميندوارو ښځو ستونزې د ارغنچخواه څخه کمې نه دي.
د بدخشان د ولايتي شورا رييس عبدالواحد طيبي وويل، چې په لرو پرتو سيمو کې روغتيايي ستونزې پر خپل حال پاتې دي. تېر کال شپږ ښځې او سږ کال هم يوه اميندواره ښځه روغتيايي مرکز ته د لېږد پر مهال د لارې په اوږدو کې مړه شوه.
نوموړى چې د خواهان ولسوالۍ اوسېدونکى دى، وويل چې د ولسوالۍ په مرکز کې روغتيايي کلينيک فعال دى خو عمليات په کې نه کېږي او د ارغنچخواه ولسوالۍ خلک خپل ناروغان د بهارک ولسوالۍ روغتون ته لېږدوي، چې د لارې د اوږدوالي او موټر د کرايې په سبب ګران تمامېږي او کله کله د مور او ميندو د مړينې لامل هم کېږي.
د طيبي په خبره، يو جامع کلينيک د خواهان ولسوالۍ په مرکز او يو بل فرعي کلينيک د ولسوالۍ په حوض شاه سيمه کې موقعيت لري، خو فرعي کلينيک يوه قابله او يو نرس لري، چې د يادې سيمې د ٣٠ کلو لپاره بسنه نه شي کولى.
د بدخشان د ولايتي شورا رييس زياته کړه، چې ځيني وختونه خلک خپل ناروغان د بدخشان مرکز فيض اباد ته لېږدوي چې له خواهان ولسوالۍ سره ٦٠ کيلومتره واټن لري، چې دغه کار هم له خطرونو ډک دى، ميندې او نوي زېږېدلي ماشومان يې له منځه ځي.
د بهارک ولسوالۍ د روغتون امر ډاکټرعبدالشکور اعظمي وويل، چې مېرمنې په ځانګړي ډول د لرې پرتو سيمو مېرمنې لا هم ستونزې لري. په روانه مياشت کې يوه اميندواره مېرمن، چې له يمګان ولسوالۍ څخه بهارک روغتون ته راوړل شوې وه او د ډاکټران ونه توانېدل، چې دلارې په اوږدو کې د زياتې وينې بهېدو له امله هغه وژغوري.
هغه زياته کړه، چې په لرو پرتو سيمو کې د اميندواره ښځو تلفات ډېر دي او ناروغان ډېرو کمو روغتيايي ستونزو ته لاسرسى لري.
په راغ ولسوالۍ کې، چې د دغه ولايت د مرکز فيض اباد په ٨٠ کيلومترۍ کې پرته ده، روغتيايي ستونزې زياتې دي. د دې ولسوالۍ لاره غرنۍ ده او خلک دغه لار پلې وهي.
د عبدالشکور په نوم يوه ځايي استوګن وويل: ((ما خپله مېرمن، چې تکليف يې درلود، په خره باندې له دوو ورځو پلي مزل وروسته د فيض اباد روغتون ته را روانه کړې وه، خو کله چې فيض اباد ښار ته رانږدې شوم، نو په لاره کې مړه شوه.))
نوموړى، چې په بزګرۍ بوخت دى زياتوي، چې د مېرمن په ګېده کې يې ماشوم هم له منځه ولاړ، اوس درې بې موره ماشومان ورپاتې دي، ژاړي او خپله مور غواړي.
روغتيايي چارواکو په لرو پرتو سيمو کې روغتيايي ستونزې ونه منلې، خو د تېر کال په پرتله يې د مور او ماشوم د مړينې د کچې د کموالي خبره کوي.
د بدخشان ولايتي روغتون د ولادي- نسايي څانګې مسوولې ډاکټرې هاجرې ضيا بهارستاني وويل، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (يونيسف) د ٢٠٠٢ زېږديز کال د سروې له مخې په بدخشان ولايت کې د سلو زرو ولادتونو له ډلې ٦٥٠٠ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکاوه، خو د ٢٠١٠ زېږديز کال شمېرې څرګندوي، چې په سلو زرو ولادتونو کې زر اميندواره ښځې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
هغه زياته کړه، چې په راغستان، کوهستان او ياوان ولسواليو کې اکثره تلفات د لارو د لرې والي، د روغتيايي مرکزونو د کمښت او له روغتيايي موضوعاتو څخه د خلکو د پوهاوي د نه شتوالي له امله رامنځته شوي دي.
ډاکټر بهارستاني زياته کړه، چې سږ کال نږدې ٦٤٠٠ اميندوارې ښځې او ٤٠٠ نوي زېږېدلي ماشومان په ولايتي روغتون کې بستر شوي او يواځې ١٠ مېرمنې او ٢١ ماشومان، چې له يوه کيلو کم وزن يې درلود، مړه شوي دي.
د بدخشان ولايتي روغتون د ولادي – نسايي څانګې د مشرې په خبره، دغه شمېره د تېرو کلونو په پرتله صفر عشاريه ١٦ سلنه توپير څرګندوي، خو نوموړي د تېرو کلونو توپير څرګند نه کړ.
د بدخشان د عامې روغتيا رييس ډاکټر نورمحمدخاوري هم وويل، چې د روغتيايي خدمتونو کچه د پخوا په پرتله پراخه شوې او د روغتيايي مرکزونو او ډاکټرانو شمېره هم زياته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په وروستيو ٩ کلونو کې د قابلګۍ له ښوونځي څخه ١١٠ نجونې په پنځو دورو
کې فارغې شوې او د مور او ميندو د مړينې د کچې په ټيټ والي کې يې موثر رول لوبولى دى.
خاوري وويل: ((يواځېني څوک چې د زېږون پرمهال د ميندو او ماشوم د مړينې کچه را کمولى شي، هغه په ټولنه کې شته قابلې دي.))
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د قابلګۍ د زده کړو د پروګرامونو ازموينه، چې د عامې روغتيا رياست له خوا واخيستل شوه، ٦٠ نجونو په کې ګډون کړى و او له دې ډلې ٢٣ نجونې له روزنې وروسته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په ځانګړي ډول ميندو ته د خدمت کولو لپاره د بدخشان په لرو پرتو سيمو کې وګومارل شوې.
په بدخشان کې د جامعه په نامه د قابلو د زده کړو د پروګرام همغږې کوونکې فرزانه درخانۍ وويل، چې دغه قابلې د ١٨ ولسواليو اوسېدونکې وې او د دوو کلونو لپاره د ديپلوم په سويه درس وايي او د خپلو اړوندو سيمو په کلينيکونوکې د قابلو مېرمنو دخدت لپاره ګومارل کېږي.
د هاجرې په نامه يوه نجلۍ، چې د شهربزرګ ولسوالۍ اوسېدونې ده او د قابلګۍ په روزنيز پروګرام کې يې ګډون کړى، وويل:(( زموږ په ولسوالۍ کې د قابلو شمېر ډېر کم دى، يواځې دوې قابلې شته، چې د ټولو حامله ښځو اړتياوې دې پوره کړلى شي، نو ځکه موږ وغوښتل، چې په خپله ولسوالۍ کې له حامله ښځو سره مرسته وکړو او ژوند يې وژغورو.))
د ويلو ده، چې د ټولنې د قابلو د روزنې پروګرام د امريکا متحده ايالاتو د نړيوالې پراختيايي ادارې USAID له خوا تميل او د بدخشان ولايت د عامې روغتيا رياست تر څارنې لاندې د اغاخان روغتيايي مرکز AKHS له خوا پلى کېږي.










