منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۰ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

ټاکنيزو لانجو پانګونه کمه او وزګارتيا يې ډېره کړې

· ۷ دقیقې لوستل · ۵۵ کتنې

کابل (پژواک ١٢ زمرى ٩٣): د ټاکنو د پروسې غځېدو او سياسي ستونزې د دې لامل شوې، چې په هېواد کې سوداګريزې معاملې او ملي عوايد کم کړي او هم له پانګونې سره د پانګه والو لېوالتيا کمه او بې کاري زياته شي.

سوداګر او عام خلک له اړوندو ادارو او د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو (ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټرعبدالله) غواړي، چې ژر تر ژره په هېواد کې له شته سياسي ستونزو را پيدا شوې ناخوالې پاى ته ورسوي.

د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې وروسته له هغه له بندښت سره مخ شوې، چې د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر عبدالله د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تدوام ټيم په تقلب تورن کړ او خپلې اړيکې يې له يادو کمېسيونونو سره پرې کړې.

بالاخره دغه نږدې يو مياشتنى بندښت د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کري او ملګرو ملتونو د استازي په منځګړيتوب مات شو او دواړو نوماندانو د ټولو رايو په بيا څېړنه او د “ملي يووالي حکومت” پر جوړولو هوکړه وکړه.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د چنګاښ مياشتې په ٢٦مه د ټولو رايو د څېړنې د بهير د پيل پر مهال ويلي وو، چې د رايو نږدې ټول ٢٣ زره صندوقونه به له درېيو تر څلورو اونيو پورې وڅېړل شي، خو دا دى له درېيو اونيو زياته موده وشوه ، خو تر اوسه د رايو څه باندې ١٧٠٠ صندوقونه له سره څېړل شوي دي.

خو د ټاکنو کمېسيون نن اعلان وکړ، چې د رايو د تفتيش بهير يې د عبدالله د ټيم د استازو په نشتوالي کې پيل کړى او بيا به تر پاى پورې ياده پروسه ونه درېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دې پروسې غځولو په بېلابېلو برخو کې ستونزې رامنځته کړې دي.

سوداګري

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې لومړي مرستيال خانجان الکوزي پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکنيزې ناندرۍ د دې لامل شوې، چې سوداګريزې معاملې کمې شي او اتيا سلنه ستر پانګه وال خپلې پانګې له هېواده وباسي.

نوموړي زياته کړه، چې د ټاکنيزو ناندريو له رامنځته کېدو وړاندې سوداګرو يوه زياته اندازه مالونه هېواد ته واردول، خو اوسمهال يوه کمه اندازه چې د يوې اونۍ يا لسو ورځو لپاره بسنه کوي واردوي، ځکه چې د هېواد له وضعيت څخه ډاډمن نه دي.

د هغه په خبره، ټاکنيزې ننګونې د دې لامل شوې، چې په هېواد کې نا امني زياته او سوداګر اندېښمن شي.

الکوزي زياته کړه، چې اداري فساد هم د تېر په پرتله ډېر شوى، ځکه چې ملي شورا په دوبنيو رخصتيو تللې، ځينې حکومتي چارواکي په ټاکنيزو جنجالونو بوخت دي او ځينې هم د حکومت د کاري مودې له پاى ته رسېدو سره د قضاياوو پر وړاندې بې اعتنايي کوي.

د هغه په خبره، له همدې امله له سوداګرو په غير قانوني پيسو اخيستلو کې له تېرو دوو کلونو راهيسې د پام وړ کموالى راغلى و، خو په وروستيو پنځو مياشتو کې يې کچه بېرته لوړه شوې ده.

د کابل ښار د تايمني په اتم سړک کې د “کابل عزيز” د معاملاتو د لارښوونې د دفتر مالک روح الله عزيزيار وويل: ((کارونه نشته، د خلکو اقتصاد کمزورى دى، څوک نه جايداد اخلي او نه يې پلوري، ټول خلک د ټاکنو د پايلو په تمه دي، په تېرو پنځو مياشتو کې مو د پېر او پلور هېڅ معامله نه درلوده.))

هغه زياته کړه، چې د کورونو د کرايې معاملات لا هم شته، خو د تېر په پرتله په کې کموالى راغلى دى.

د کابل د شهزاده سراى يوه صراف نجيب الله اختري وويل: ((ټاکنيزو ستونزو د خلکو او پانګوالو لېوالتيا له منځه وړې او په اټکليز ډول چې موږ يې په سراى کې لرو، معاملات ٨٠ سلنه غورځېدلي دي.))

نوموړي وړاندې وويل: ((له ټاکنو وړاندې مو که هره ورځ ٨٠ معاملې درلودې، اوس دغه شمېره ٢٠ ته را غورځېدلې، زه فکر کوم، چې په ټولو برخو کې د رکود يو ډول حالت رامنځته شوى دى.))

پانګونه

په افغانستان کې له پانګونې د ملاتړ ادارې (ايسا) مرستيال محمد ابراهيم شمس وويل، چې د ټاکنو بهير په افغانستان کې د پانګونو په کمښت کې رول لوبولى دى.

د هغه په خبره، سترو نړيوالو پانګه والو ژمنه کړې وه چې روان کال به په ډېرو برخو لکه د کانونو استخراج او نورو برخو کې پانګونه وکړي.

هغه زياته کړه، چې د دغو ژمنو د عملي کېدو په صورت کې بايد سږ کال افغانستان د پانګونې په برخه کې د پام وړ زياتوالى درلوداى، خو دغو پانګه والو تر اوسه د ټاکنيزو ناندريو په سبب دغه کار ته زړه نه دى ښه کړى.

د شمس په خبره، پانګه والو ويلي چې د ټاکنو د پايلو له روښانېدو سره به په دې اړه اقدام وکړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، پر دې سربېره هم د روان مالي کال په شپږو مياشتو کې ٣٥٢ ميليونه ډالره پانګونه شوې، چې په تېر کال کې د همدې مودې په پرتله يو سلنه کمښت څرګندوي.

هغه هيله څرګنده کړه، چې شته سياسي ستونزې ډېر ژر له منځه ولاړې شي او د خلکو د رايو پر بنسټ نوى حکومت پر کار پيل وکړي، څو د خلکو په ځانګړي ډول د پانګوالو اندېښنې لرې شي.

عوايد

د ماليې وزارت وياند عبدالقادر جيلاني وويل، چې د روان مالي کال له پيله تر اوسه، دغه وزارت ٥٧،١ ميليارده افغانۍ عوايد درلودل، په داسې حال کې، چې د وزارت ټاکل شوې هدف ٧٠ ميليارده افغانۍ و.

د جيلاني په خبره، د ماليې وزارت له دې امله يادې موخې ته نه دى رسېدلى، چې د ټاکنيز جنجالونو په دوام او دغه پروسې په اوږدېدو د هېواد د صادراتو او وارداتو کچه کمه شوې ده.

مرستې

په اقتصاد وزارت کې د افغانستان د ملي پراختيا د ستراتيژۍ له پايلو څه د څارنې او پاليسۍ عمومي رييس محمد اسماعيل رحيمي وويل، چې مرسته ورکوونکو موسسو او او هېوادونو خپلې ځينې مرستې له افغانستان سره درولې دي.

د هغه په خبره، تمويلوونکې سرچينو دغه مرستې له دې امله ځنډولې، چې د ټاکنو د پايلو د اعلان او کابل- واشنګټن ستراتيژيک امنيتي تړون د لاسليک انتظار کوي.

ياد تړون د ولسمشر کرزي او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ د وروستيو کلونو يوه جنجالي موضوع ده.

ولسمشر حامد کرزي بالاخره دغه تړون لاسليک نه کړ، خو د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو ويلي، چې د بريا په صورت کې به دغه تړون لاسليک کړي.

د يادونې ده، د امريکا متحده ايالاتو له افغانستان سره خپلې راتلونکې مرستې د امنيتي تړون په لاسليک پورې تړلې دي.

رحيمي د ټاکنو د پايلو اعلان او د يادو ټاکنيزو ستونزو پاى ته رسېدل، د افغانستان لپاره ډېره اړينه چاره وبلله او هيله يې څرګنده کړه، چې د درېيو نړيوالو مهمو کنفرانسونو وړاندې په افغانستان کې نوى حکومت په کار پيل وکړي.

ټاکل شوې، چې له افغانستان سره د مرستو پر څرنګوالي د ناټو سرمشريزه ناسته د سپټمبر په ٥مه د افغانستان د سولې او امنيت نړيواله ناسته په وږې مياشت کې په چين او د نړيوالو ټولنې د مرستو د دوام غونډه د روان کال په نومبر مياشت کې په لندن کې ترسره شي.

وزګارتيا

يادې ستونزې د دې لامل شوې، چې کاري فرصتونه کم شي.

يوه نږدې ٥٥ کلن ماشوم چې د کابل ښار په تايمني څلور لارې کې د يو شمېر نورو کارګرانو سره د کار موندلو انتظار وو، وويل: ((د ژوند وضعيت مو ورځ تر ورځې خرابېږي، هېڅ کار نشته، موږ په څه کې يو او زموږ رهبران څه کوي، اخر يو په څوکۍ کېنوئ، چې د خوار او غريب ژوند تباه او برباد شو.))

په دې څلورلارې کې د محمدحسن په نامه يوه بل کارګر وويل، چې له ټاکنو پخوا يې کولى شواى، په يوه اونۍ له دريو تر څلورو اونيو پورې کار پيدا کړي، خو اوس په لسو ورځو کې هم يوه ورځ کار نه شي موندلى.

نوموړي هم زياته کړه: ((د افغانستان وضعيت د خلکو زړونه ساړه کړي، هيله مو درلوده چې يو زړه سواندى شخص به ولسمشر شي، د خلکو ستونزې به حل کړي، خو اوس ګوري، چې دغه دواړه کسان په خپله منځو کې سره نه جوړېږي، د خلکو په کيسه کې هم نه دي، له رايې ورکولو پښېمانه شوو.))

نوموړي هم له دواړو نوماندانو او اړوند ارګانونو غوښتنه وکړه، چې د شته ستونزو حل ته مخه کړي.