ترينکوټ (پژواک ١٤ زمرى ٩٣): د اروزګان ډېرى اوسېدونکي په دغه ولايت کې د اسـټراليا هېواد له شوو کارونو خوښ دي او غواړي چې ياد هېواد ورسره نورې دوامداره مرستې هم وکړي.
ځايي اوسېدونکي وايي چې اسټراليا د خپل څلور کلن ماموريت پر مهال په دغه ولايت کې د بيارغونې ډېرې پروژې بشپړې کړې چې د ځايي ادارې تر څنګ خلکو ته يې هم ډېرې ګټې رسېدلې دي.
هېواد ته د بهرنيو ځواکونو له راتګ سره سم لومړى په اروزګان کې د ولايتي بيارغونې ډلې (پي ار ټي) مسووليت د امريکا پر غاړه و، تر هغه وروسته د هالنډ هېواد د دې ادارې مسووليت واخيست، خو کله چې هالنډي ځواکونه له افغانستانه ووتل، نو د ولايتي بيارغونې مسووليت د اسټراليا حکومت پر غاړه واخيست.
اسټراليايي ځواکونو له تېرو څلورو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې د امنيت په ټينګولو کې د مرستې ترڅنګ په ملکي برخه کې هم د پام وړ د بيارغونې کارونه ترسره کړي دي.
د اروزګان يو شمېر اوسېدونکي نه يواځې د اسټراليا له خوا پر شوو کارونو خوښ دي، بلکې وايي چې دغه هېواد له امريکا او هالنډ څخه ډېر کارونه دلته ترسره کړي دي.
د اروزګان په ترينکوټ ښار کې د مدني ټولنې يوه فعال سميع الله ممنون پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هالنډ او امريکا په پرتله د اروزګانيان ډېرى اوسېدونکي د اسټراليا د بيارغونې له کارونو برخمن شوي دي.
د هغه په وينا، د هالنډ او امريکا له پروژو يواځې څو محدود کسان برخمن شول، خو د اسټراليا له کارونو عامو وګړو ګټه پورته کړې ده.
ممنون زياتوي چې د اسټراليا له خوا په پلې شوو پروژو کې د دغه ولايت سلګونو ځوانانو ته د کار زمينه هم برابره شوې وه.
د دغه ولايت يوه بل اوسېدونکي محمدنسيم هم وايي چې د اسټراليا له خوا له پلې شوو پروژو اوس عملاً خلک ګټه پورته کوي او ډېرى ستونزې يې هوارې شوې دي.
نوموړى ادعا کوي، چې هالنډ هېواد د ځانګړو قومي مشرانو او قومونو په خوښه پروژې پلې کولې، چې له امله يې د خلکو په منځ کې بې اتفاقي رامنځته کېده او له پروژو يواځې څو کورنيو ګټه پورته کوله.
د نسيم په وينا، د اسټراليا له ټولګټو پروژو د دغه ولايت عامو او خاصو اوسېدونکو ګټه پورته کړې او ډېر خلک ترې برخمن شوي دي.
د ترينکوټ ښار يوه قومي مشر حاجي باري داد وايي چې که څه هم د پي ار ټي مشري يواځې څلور کاله د اسټراليا پر غاړه وه، خو په دې کمه موده کې يې د بيارغونې ډېر کارونه ترسره کړي دي .
هغه زياته کړه: ((که چېرې اسټراليا ته په لومړيو کلونو کې دا دنده سپارل شوې واى، نو د دغه ولايت بڼه به يې بدله کړې وه.))
خو د نجيب الله په نوم د دغه ولايت د مدني ټولنې يوه فعال پژواک ته وويل چې اسټراليا په دغه ولايت کې د يو شمېر لويو پروژو ژمنې کړې وې، خو تر اوسه يې نه دې پيل کړې.
هغه زياته کړه، چې د خاص اروزګان او ترينکوت، چارچينو، دهراوود او ترينکوټ، کندهار ترمنځ سړکونه دوى ياد کړي وو.
د اروزګان د کليو د پراختيا او بيارغونې رييس انجنير محمد هاشم وايى چې اسټراليا په دې ولايت کې ډېر کارونه کړي او يواځې ددوى د رياست لخوا يې تر پنځو ميليونو ډالرو زياتې پيسې د بيارغونې په برخه کې لګولې دي.
هغه زياته کړه چې په يادو پيسو يې د ولايت د مرکز ترڅنګ په ګيزاب، خاص ارزګان، دهراوود او چارچينو ولسواليو کې د پلونو، سړکونو، پولګوټو او د بيارغونې نورې لويې او وړې پروژې پلې کړې دي.
هغه په دې ولايت کې د اسټراليا لخوا ترسره شوې د بيارغونې د پام وړ بولي او زياتوي چې ددې ولايت لسګونه زره اوسېدونکو ترې ګټه پورته کوي.
ځايي چارواکي وايي چې اسټراليا د کليو پراختيا تر څنګ په نورو برخو کې هم د پام وړ کارونه ترسره کړې دي، د بېلګې په توګه د ملي راډيو تلويزيون ودانۍ، ولايت مقام کې د والي کور، د کنفرانسونو تالار او مېلمستون، د ملالۍ لېسې ودانۍ، د سيدالخان لېسې ودانۍ او د سر مرغاب په سيمه کې د جامع جومات جوړول شامل دي.
د اروزګان د ولايت مقام سکتوري رييس عبدالرحمن وايي چې اسټراليا د نورو کارونو تر څنګ په دغه ولايت کې د ښې حکومتدارۍ په برخه کې هم ډېرې مرستې کړې دي.
د هغه په وينا، اسټراليا تر ټولو زياته مرسته په دغه ولايت کې د ماشومانو د حقونو د خونديتوب په برخه کې ٣٤ ميليونه ډالرو مرسته ده.
په کابل کې د اسټراليا سفير جان فلېپ وايي چې حکومت يې نه يواځې له اروزګان، بلکې د افغانستان له مرکزي حکومت سره دوامداره مرستو ته ژمن دى.
هغه پژواک اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې دوى هر کال د افغانستان له ملي ځواکونو سره د ١٠٠ ميليونه ډالرو او د بيارغونې او پر مختګ په برخه کې ١٣٠ ميليونه ډالره مرستې کوي.
د نوموړي په وينا، دغه مرستې د ٢٠١٥ زېږديز کال تر نيمايي پورې دي او هيله يې څرګنده کړه، چې حکومت به يې تر يادې نېټې وروسته هم خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
فلېپ وويل چې دوى له ٢٠٠٧ زېږديز کال راهيسې په اروزګان ولايت کې مېشت وو، خو د پي ار ټي چارې ورته په ٢٠١٠ زېږديز کال کې وسپارل شوې.
نوموړي زياته کړه، چې دوى د اروزګان په مرکز او ولسواليو کې د بيارغونې وړې او لويې پروژې پلې کړې دي.
د ا سټراليا سفير وويل چې دوى د اروزګان د ولايتي ادارې د کاري ظرفيتونو او د ملي ځواکونو د ظرفيتونو د لوړولو په برخو کې هم ډېر کار کړى دى.
جان فلېپ د ترينکوټ -اروزګان سړک په اړه وايي چې د دې پروژې ژمنه د دوى له خوا نه، بلکې د ايساف له خوا شوې وه.
نوموړي د دوى له خوا د بې کيفيته پروژو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دوى له خپلو پروژو څارنه کړې، خو بيا هم که کومه ستونزه دوى به يې پوښتنه وکړي.









