منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۶ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

باميانو کې سيلانيانو ته د جوړ شوو هوټلونو بازار سوړ شوى

· ۷ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

باميان (پژواک ٢٠ زمرى ٩٣): بهرنيو سيلانيانو ته  په باميانو کې پر نړيوالو معيارونو د جوړو شوو شپږو هوټلونو کاروبار د ټاکنو پروسې د اوږدېدو او دغه ولايت ته د غځېدو لارو په ناامنو کېدو سره سوړ شوى دى.

د توريستي خدماتو وړاندې کول د توريزم په  صنعت کې له مهمو برخو ګڼل کېږي او باميان ولايت تر يوې کچې توانېدلى چې دغه قابليت د عصري هوټلونو په جوړېدو سره پيدا کړي.

د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رياست کې د ګرځندوى ټولنه وايي چې په وروستيو کلونو کې شپږ دوه پوړيز او څلور پوړيز هوټلونه پر نړيوالو معيارونو جوړ شوي، چې ټولنيز لګښت يې پنځه ميليونه ډالره کېږي.

يو بل هوټل هم د دوه نيم ميليونو ډالرو په لګښت په اوو پوړونو کې تر کار لاندې دى، چې سږ کال به پرانيستل شي.

دغه ځانګړي هوټولونه د سلک روډ (د ورېښمو لار) ،هايلنډ (لوړه ځمکه)، توربندقلعه، هوټل شاهي، روفاف او ګرځندوى په نامه يادېږي او يواځې ګرځندوى هوټل نيمه دولتي دى او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په افغانټور رياست پورې اړه لري.

د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رياست کې د ګرځندوى ټولنې د همغږۍ او بازارموندنې مسوول قادر پويا وايي، چې دغه هوټلونه د باميانو په مرکز کې توريستي خدمات وړاندې کوي او پر يوه وخت کې د نږدې زرو بهرنيانو د هرکلي او استوګنې ظرفيت لري.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو هوټلونو کې په نړيوالو معيارونو خدمات وړاندې کوي، د کورنيو او بهرنيو خوړو بېلګې چمتو کوي او نور امکانات لکه انټرنېټ، حمام لرونکي کوټې، ټلويزيون او ٢٤ برېښنا هم شته ده.

پويا زياته کړه، چې د ګرځندوى ټولنه د غوره هوټلدارۍ او خوړو د کيفيت د ښه والي لپاره روزنيز پروګرامونه لري، څو له هوټل لرونکو سره د خدمتګارانو د چلند او بېلابېلو خوړو په چمتو کولو کې مرسته وکړي.

د توريزم د همغږۍ او بازار موندنې ټولنې مشر وويل چې د باميانو په مرکز کې ٢٦ رسټورانونه شته، چې د ١٢٠٠ کورنيو ګرځندويانو لپاره بسنه کوي او بهرنيان ډېر کم ورځي.

هغه وويل چې په دغو هوټلونو او رسټورانتونو کې ٤٠٠ کسانو ته د کار زمينه مساعده شوې او اکثره خدمتګاران او کارکوونکي يې د بهرنيانو په ژبه بلدتيا او حتى حاکميت لري.

همدرانګه د هوټلونو دوه سلنه عوايد په دولت پورې اړه لري او هيله من دى، چې باميانو ته تر دې هم زيات خلک سفر وکړي او دولتي عوايد لوړ شي.

پويا د ګرځندوى صنعت وده د خلکو او سيمې د اقتصاد په لوړېدو کې حياتي وبلله او ويې ويل: ((سږ کال د ټاکنو او د دې پروسې په اوږدېدو او باميانو ته د غځېدلو لارو په نا امنه کېدو او د هېواد په کچه  د کاروبار کمېدو له امله باميانو ته د بهرنيو ګرځندويانو سفرونه کم  شوي دي.))

باميان د ميدان وردګو او د پروان د غوربند درې له لارې له کابل سره نښلي، چې د ځايي چارواکو په خبره، دغه دوې لارې د وسله والو مخالفينو د شتون له امله له خطره خالي نه دي او تر څنګ يې د باميانو هوايي ډګر په معياري ډول نه دى جوړ شوى او د مسافر وړونکو الوتکو د ناستې او الوتنې وړتيا نه لري.

د هايلنډ هوټل د دفتر مدير محمودي وايي، د دوى بازارونه ښه نه دى، د هوټل اکثره کوټې تشې دي او يواځې د غونډو د جوړېدو پر مهال ځيني بهرنيان ورځي.

هغه زياته کړه چې تېر کال او ډېر کلونه وړاندې د هوټلوالۍ وضعيت ښه و، بهرني وګړي په ځانګړي ډول کوريايان به راتلل او د سرکس نندارې به يې وړاندې کولې، په هوټلونو کې به اوسېدل، خو اوس دغه کاروبار خپل خوند له لاسه ورکړى دى.

خو په باميانو کې د باميان شاهي په نامه د يوه نوي هوټل مسوول محمد «حسينى»  چې تازه يې په کار پيل کړى، وويل چې باميان په ٢٠١٥ ميلادي کال کې د سارک (د سوېلي اسيا د سيمه ييزو همکاريو سازمان) هېوادونو د فرهنګي تمدن د مرکز په توګه غوره کېږي او له اسيايي هېوادونو به زيات ګرځندويان دغه ولايت ته سفر وکړي او دوى به په دې برخه کې ښه خدمات او چمتووالى ولري.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، چې د سارک هېوادونو استازو هوکړه، چې باميان به خپلې تاريخي مخينې ته په پام سره د سارک هېوادونو د فرهنګي تمدن مرکز په توګه غوره کړي.

حسيني زياته کړه، چې دغه هوټل په څلورو پوړونو کې د يو ميليون او ٧٠٠ زره ډالرو په لګښت په دريو کلونو کې جوړ شوى او خپل خدمات هم د هوټلدارۍ  له نړيوالو معيارونو سره سم وړاندې کوي.

هغه زياته کړه، چې دغه هوټل په ٢٤ کوټو کې  د سلو بهرنيو ګرځندويانو د ځايېدو ظرفيت لري او د هوساينې ټولې اسانتياوې لکه سالون، د لمبا حوض او تفريحي پارک لري، چې درې جرېبه ځمکه يې نيولې ده.

د ٢٤ ساعتونو لپاره د کوټو کرايه   له ٧٠ څخه تر ١٢٠ ډالرو پورې کېږي او د خوړو بيه د مېلمنو د فرمايش له مخې له ٣٠٠ څخه تر ٨٠٠ افغانيو پورې ټاکل کېږي.

د راضيې په نوم افغاني الاصلې کاناډايۍ چې باميانو ته يې سفر کړى وويل چې په اروپايي هېوادونو کې د باميانو د سياحت ګڼ مينه وال شته، ځکه چې تاريخې ابدې په ځانګړي ډول، د بودا دوې نړېدلې مجسمې او امير بند ځانګړى ځاى لري.

نوموړى غواړي، چې د خپلې ماسټرۍ دورې تيزس په باميانو کې د سياحت په اړه د کاناډا پوهنتون ته چمتو کړي او د باميانو په يوه هوټل کې اوسېږي، وويل: ((ما فکر نه کاوه چې دلته دې داسې عصري او د بېلابېلو خوندورو خوړو لرونکي هوټلونه جوړ شوي وي.))

دغه ٢٥ کلنه مېرمن چې د بغلان ولايت اصلي اوسېدونکې ده، خو په کاناډا کې زېږېدلې او د هغه هېواد تابعيت لري وويل، چې په باميانو ولايت کې د توريزم لپاره غوره زمينه مساعده ده او که چېرې د افغانستان وضعيت ښه شي، نو دغه ولايت ته به د بهرنيو ګرځندويانو او مينه والو ورتګ زيات شي.

د باميانو اوسېدونکي هم په دغه ولايت کې د مجللو هوټلونو د جوړېدو هرکلى کوي او يو شمېر يې د خصوصي هوټلونو جوړول ګټور بولي.

په باميانو کې د عبدالله په نوم يوه هټۍ وال وويل، هر څو چې هوټلونه زياتېږي، مسافر هم ورسره ډېرېږي او دغه هوټلونه له بازار څخه خوراکي توکي چمتو کوي او دا د هټۍ والو او خلکو په ګټه ده.

هغه زياته کړه، چې په مخکي کلونو کې به چې کله بهرنيان زيات وو او د نيوزيلانډ هېواد د بيارغونې ټيم د ايساف په چوکاټ کې په باميانو کې فعاليت درلود، نو کسب او کار هم ورسره ډېر و، خو اوس دغه کار نشته، که چېرې زمينه مساعده شي، نو باميانو ته به را تلونکو ګرځندويانو شمېر زيات شي او په کارونو کې به ښه والى راشي.

خو د باميان ښار د رسټورانونو کار به دغه ځل ښه روان وي.

د صفا په نوم د رسټورانټ مالک مرادعلي وويل، د ده رسټورانټ شپږ کوټې او يو سالون لري، چې له خپله کاره راضي دى.

هغه زياته کړه: ((رسټورانټ ته مې زيات مسافر راځي، په ځانګړي ډول له کوچني اختر وروسته، کوټې نيسي او په کوټو کې نه ځايېږي.))

مرادعلي زياته کړه، چې اکثره مسافر له نورو ولايتونو د باميانو د بازارونو له رسټورانټونو وروسته د سياحت لپاره بند امير ته ځي او کله چې بېرته راستانه شي، بيا هم دغو رسټورانټونو ته راځي.

بند امير په يکاولنګ ولسوالۍ کې موقعيت لري، چې د نړيوالونو ميراثونو لړليک ته داخل شوى او په ١٣٨٨ کال کې د هېواد د لومړي ملي پارک په نامه ونومول شو.

په دې سياحتي سيمه کې د مسافرو لپاره هوټل، هټۍ او خېمې شته او يو شمېر کورنۍ هم هلته شپې تېروي او او د دې ترڅنګ له غوره اوبو، هوا او خوندورو خوړو کار اخلي. بند امير هم د خپل ارام چاپېريال په درلودو سره زيات ليدونکي لري او کورني او بهرني ګرځندويان د سيل لپاره ورځي.

په باميان ولايت کې ګڼې تاريخي او لرغونې سيمې شته، چې له دې ډلې د بودا ويجاړې شوې مجسمې او شا وخوا ته يې څه باندې درې زره سمڅې، اژدر دره، غلغله او ضحاک ښارونه، استوپه ګيکان، ګوهرګين، چهل دختران او چهل برجک کلاګانې يادولى شو.

خلک او ځايي چارواکي وايي، چې ددغه سيمو څخه يې ځينې بيا رغونې ته اړتيا لري او که چېرته ورغول شي او اړينې توريستي اسانتياوې برابرې شي، نو ګڼ ګرځندويان به جلب کړي ، ددې ترڅنګ به خلک او دولت هم غوره عايد ولري.