منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۹ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

راتلوونکي شنبه حاجيانو ته د ويزو ورکول پيليږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۶ کتنې

کابل ( پژواک، ۲۲ زمری ٩٣ ) :په کابل کې د سعودي عربستان سفارت وايې، د بيت الله شريف زيارت کوونکو ته  له راتلوونکي شنبي ورځ څخه د ويزو د ورکولو لړۍ پيله وي.

 دغه مطلب په هغه خبرپاڼه کې راغلى دى، چې د زمري په ٢۲مه په کابل کې دسعودي عربستان دوزارت لخوا پژواک خبري اژانس ته راستول شوې ده.

خبرپاڼه زياته وي، چې حکومت يې د افغانستان دحج او اوقافو دوزارت په واسطه افغان حاجيانو ته دحج د فريضې د ادا کولو لپاره د ويزو ورکولو ته بشپړه تياري لري او په رسمې توګه دغه لړۍ راتلوونکي شنبه د(زمري په ٢٥مه) پيله وي.

سرچينه وايې، چې د سعودي عربستان لخوا د حج ويزي په وړيا توګه ورکول کيږي او حج ته د تلوونکو کسانو څخه يوازي د کرايه او استوګنځي لګښت اخيستل کيږي.

ديادولو ده، چې هر کال له افغانستان څخه شاوخوا ٣٠  زره تنه افغانان دحج د فريضې د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته ځي.