باميان (پژواک ٢٢ زمرى ٩٣): په باميانو ولايت کې” د ورېښمو لار “په نوم جشن لپاره تيارۍ نيول شوې، چې سيمه ييزې ورزشي سيالۍ، سرکس، تياتر، د لاسي صنايعو نندارتون او نور فرهنګي پروګرامونه په کې شامل دي او وړاندوينه شوې چې لسګونه زره کسان به په کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې چې دغه جشن دوه اونۍ وروسته د درېيو ورځو لپاره په بېلابېلو ساحو لکه د بودا نړول شوو مجسمو مخامخ، غلغله ښار او بند امير ملي پارک کې ترسره شي.
د دغه جشن د ترسره کېدو موخه د هېواد له بېلابېلو برخو راغلو خلکو ته د تفريح پروګرامونو وړاندې کول او د ګرځندوى صنعت وده ښودل شوې ده.
د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ګرځندوى ټولنې د همغږۍ او بازار موندنې مسوول قادر پويا وايي، چې د جشن په لومړۍ ورځ به د پروګرام د پېژندنې لپاره د چارواکو او بېلابېلو کسانو ويناوې وړاندې شي.
د دغه جشن په دويمه برخه کې چوب بازۍ، پهلواني، ريسمان کشي، نيزه وهنه، خوسى او د لامبو وهنې لوبې ترسره کېږي.
پويا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د جشن په دويمه ورځ د سرکس، تياتر، ډله ييزې او فردي موسيقۍ او د کابل او باميانو د موسيقۍ ګروپونه سندرې وايي، چې په ورزشي لوبغالي او د باميانو د نړول شوو مجسمو مخکې د راټولو شوو لاسي صنايعو نندارتون د برخوالو د فرمايشونو له خې تر سره کېږي.
هغه زياته کړه، چې په درېيمه ورځ به بېلابېل تفريحي پروګرامونه لکه سيمه ييز کنسرتونه او د لاسي صنايعو نندارتونونه جوړ شي.
د ګرځندوى د همغږۍ او بازار موندنې مسوول وويل، چې دغه جشن د وږي مياشتې په ٦مه د باميانو په مرکز او ملي پارک بند امير کې جوړېږي او د جشن د چمتووالي کمېټه د نږدې ٥٠ زره کسانو د ګډون تياري نيولې ده.
پويا زياته کړه، داسې وړاندوينه کېږي چې د کابل په ګډون به له بېلابېلو ولايتونو له پنځو زرو تر لسو زرو کسانو پورې په دغه فرهنګي او هنري جشن کې ګډون وکړي.
د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رييس کبير دادرس وويل: ((د هېواد په ځينو سيمو کې، ځانمرګو، چاودنو، جګړو او تاو تريخوالي د خلکو روزګار له ستونزو سره مخ کړى او د رسنيو په د سر ټکي جوړوي، خو دغه جشن به لږ تر لږه خلکو ته د سولې، دوستۍ او ارامۍ پيغام ورکړي.))
هغه زياته کړه، چې په دغه جشن کې به خلکو ته زړه را ښکوونکي تفريحي او فرهنګي پروګرامونه خلکو ته ددې زېرى ورکړي، چې سوله او امنيت د افغانستان په هره برخه کې ګټور دى.
دا په باميانو کې شپږم جشن دى، چې له تفرېح پرته د لاسي صنايعو او کرنيزو محصولاتو د نندارتونونو له اړخه ددې ولايت خلکو ته غوره عوايد لري.
د ورېښمو لارې پنځم جشن،چې تېر کال په چنګاښ مياشت کې جوړ شوى و، د بېلابېلو تفريحي پروګرامونو په ترسره کولو سره کورنيو او نړيوالو سيلانيانو ته باميان د يوې سياحتي سيمې په توګه ور وپېژندل شو.
په باميان ولايت کې ګڼې تاريخي او لرغونې سيمې شته، چې له دې ډلې د بودا تخريب شوې مجسمې اوبند امير، چې د اوو طبيعي او ښکلو بندونو درلودونکى او د افغانستان د لومړني ملي پارک په نامه ياد شوى، ددغه ولايت په تاريخ او لرغونتيا دلالت کوي.
غلغله او ضحاک ښارونه، اژدر دره، استوپه ګيکان، ګوهرګين، چهل دختران ، ګوهرګين، کافرى، چهل دختران کلاوې، چهلست او شاهي ښار نورې هغه ساحې دي، چې د کورنيو او بهرنيو ګرځندويانو پاملرنه يې ځانته اړولې او خلک او دولت ترې هر کال د ګرځندوى له اړخه ښه عوايد تر لاسه کوي.










