خوست (پژواک ٢٣ زمرى ٩٣): په خوست کې د تاريخ تېرو توکو او درملو ضد کمپاين کې لسګونه درملتونونه او هټۍ تړل شوې او ځيني هټۍ وال نغدي هم جريمه شوي دي.
د دغه ولايت د عامې روغتيا سرپرست ډاکټر هدايت الله حميدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کمپاين يې له ښاروالۍ، کرنې رياست او ښاري اتحاديو سره په کډه پيل کړى دى.
حميدي وويل: ((په تېرو دوو ورځو کې مو ډېر درملتونونه او هټۍ وتړلې، دوکانداران مو نغدي جريمه کړل، تاريخ تېر او بې کيفيته څو ټنه دارو درمل او خوراکي توکي مو راټول کړل.))
نوموړي وويل، چې دغه کمپاين په څو نورې ورځې هم دوام وکړي.
د خوست ښار اوسېدونکي افسر ولي سعادت د بې کيفيته توکو د راټولو د کمپاين ستاينه وکړه او په دې تړاو د جديت غوښتونکى شو.
سعادت وايي: ((موږ د دغه اقدام هرکلی کوو، غوښتنه مو دا ده، هغه څوک چې وخت تېر درمل يا خوراکي توکي پلوري، سخته سزا دې ورکړل شي څو نور خلک ترې عبرت واخلي.))
د خوست يوه اوسېدونکي محمد الياس پژواک ته وويل، چې په خوست ښار کې په يو شمېر هټيو کې توکي پلورل کېږي او بايد مخه يې ونيول شي.
ده وويل: ((ورور مې له يوه درملتونه درمل پيرلي وو تر خوړلو وروسته يې نږدې و خپل ژوند له لاسه ورکړى واى. موږ وروسته پوه شوو چې د درملو تاريخ تېر و.))
د خوست ښار يوه ډاکټر رييس خان پژواک ته وويل، چې د تاريخ تېر درملو او خوراکي توکو استعمال د زهرو خوړل دي، چې د بېلابېلو ناروغيو د رامنځته کېدو لامل ګرځي.
رييس خان وايي: ((کله چې د درملو يا خوراکي توکو تاريخ تېر شي، پر زهرجنو موادو بدلېږي او د زهرجنو موادو خوړل او يا استعمال، کېدای شي د انسان د مړينې لامل شي.))
ويل کېږي، چې خوست ولايت ته زياتره بې کيفيته توکي له پاکستانه په قاچاقي لارو راتېرېږي او بيا په ګمرک کې تر محصول وروسته په عمده ډول پر دوکاندارانو پلورل کېږي.
د خوست ښار د يوه درملتون مسوول حاجي حکمران پژواک ته وويل، پرته له دې چې دغه توکي په ګمرک کې وکتل شي، محصول او د باکيفيته توکو په نوم ښار ته وړاندې کېږي.
ده وويل:((له شک پرته وايم، چې د ګمرک مسوولين د يادو توکو په کيفيت ښه پوهېږي؛خو له واردوونکو سره يې معامله لري، د فيصدۍ له مخې ترې خپلې پيسې اخلي.))
حکمران وويل، چې که د بې کيفيته او وخت تېري توکو په راواردولو کې د دولتي چارواکو لاس لرل غوڅ شي، نو کېدای شي، چې تر ډېره بريده د دغو توکو د راواردولو مخنيوی وشي.
پژواک اژانس هڅه وکړه، چې په دې اړه د خوست د ګمرک رياست مسوولينو نظر هم واخلي، خو له بيا، بيا هڅو سره، سره بريالى نه شو .
دغه راز د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ پژواک ته وويل، چې تر اوسه دوی ته د ګمرک له مسوولينو څخه په ياده برخه کې کوم رسمي شکايت نه دی شوی.
مبارز زياته کړه،چې که په بې کيفيته او په وخت تېرو درملو او خوراکي توکو کې د ګمرک د مسوولينو اختلاس ثابت شي، نو د قانون له مخې به يې عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژني.
د يادونې ده، دا مهال په خوست ښار کې نږدې درې سوه درملتونونه او زرګونه د بېلابېلو توکو هټۍ د خرڅلاو او فعاليت جوازونه لري.