کابل (پژواک ٢٣ زمرى ٩٣): په پښتو داستاني ادبياتو کې د افغان ليکوال محمداصف عمر د ادبي هلو ځلو او اثارو نمانځه وشوه.
دغه نځانغونډه تېر ماښام د “ميديوټيک افغانستان” او “پل فکري کړۍ” له خوا په ګډه د “ځوان ستوري”تر نامه لاندې په کابل کې د يو شمېر فرهنګيانو، ليکوالو او د عمر د اثارو د مينه والو په ګډون ترسره شوه.
محمداصف عمر چې د انجنيرۍ په برخه کې يې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې، په تېره يوه لسيزه کې يې لس چاپي اثار خپاره شوي، چې يواځې نهه هغه يې ناولونه دي، خو څلور ناچاپ ناولونه او ژباړې هم لري.
د غونډه برخه والو د هغه د داستاني اثارو پر محتوا، ژبه او همدارنګه د ناول ليکنې د مهارتونو او اړتيا په اړه خپلې مقالې او ويناوې واورولې او د عمر اثار يې د پښتو په داستاني ادب کې غوره زياتونه وبلله.
ليکوال او کره کتونکي عبدالغني هاشمي غونډې ته په وينا کې وويل، چې اوسمهال اکثره نمانځغونډو سليقوي بڼه خپله کړې او اکثره مستحق ليکوال نه نمانځل کېږي، چې دغه کار د هغوى د زړه ماتېدنې او ناهيلۍ لامل ګرځي.
هغه په دې اړه زياته کړه: “عمر هغه ليکوال دى چې د ګڼو اثارو په ليکلو سره لا هم تر اوسه هيچا نه و نمانځل او بايد تر دې وړاندې څو ځلې نمانځل شوى وى.
د “پل فکري کړۍ” غړي او ليکوال اجمل تورمان وويل، د دوى يوه موخه هم دا ده، چې هېر شوي ليکوال او فرهنګيان ونمانځي او د هغوى د کارونو ستاينه وکړي، څو په راتلونکي کې په دې برخه کې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.
ناول ليکونکي او کره کتوونکي نصيراحمد احمدي د اصف عمر ناولونه وستايل او زياته يې کړه، چې د عمر نالونه ټولنيزې ناخوالې انځوروي او په خپلو اثارو کې يې تصويري ژبه کارولې، چې د يوه داستان ليکونکي غوره ځانګړتيا ده.
د غونډې ويناوالو په خپلو خبرو کې غوښتنه وکړه، چې داستاني ژبه د نورو ادبي ژانرونو په پرتله د عامه ذهنيت د بدلولو او فکري بيدارۍ غوره لار ده او په راتلونکي کې دې هم د داستان ليکونکو او ناول ليکونکو ستاينه دوام ولري.
د غونډې په پاى کې اصف عمر د غونډې له جوړوونکو مننه وکړه، چې هغه يې د ليکوالو له منځه انتخاب کړ او د کارونو ستاينه يې وکړه. هغه زياته کړه: “په روسيه کې مې د کډوالۍ پر مهال د بهرنيو اثارو له لوستلو سره مينه وه او دې مينې اړ کړم، چې خپله هم ناولونه وليکم، خو دا ستاينه به مې اړ کړي، چې خپل ډېر وخت دې برخې ته وقف کړم.”
د يادونې ده، په دې وروستيو کې په کابل او ولايتونو کې د فرهنګيانو په ژوند د هغوى نمانځغونډې زياتې شوې، چې د فرهنګ او ادب کره کتونکي يې د ليکوالو د هڅونې او ادبي اثارو د رامنځته کېدو په برخه کې غوره ګام بولي.










