کابل (پژواک ٢٧ زمرى ٩٣): د افغانستان د “قلم” ټولنې له خوا د شاعر او ليکوال ملکي خزان د دوو کتابونو مخکتنه وشوه.
په دې وروستيو کې د ملکي خزان دوه کتابونه (ورکې ملغلرې او بې اثره شپېلۍ) له چاپه راوتلي او بازار ته وړاندې شوي دي.
د افغانستان قلم ټولنې له خوا پرون ناوخته د يادو کتابونو مخکتنه وشوه، چې په کې د دولتي چارواکو تر څنګ شاعرانو، ليکوالانو او مينه والو برخه اخيستې وه.
د هېواد وتلي ليکوال او څېړنپوه محقق عبدالله بختاني د مخکتنې دې غونډې ته په خپله وينا کې د ملکي خزان ليکنې او شعرونه وستايل.
هغه زياته کړه، چې نوموړي د هېواد او د ولس دردونه په خپلو ليکنو او شعرونو کې رانغاړلي دي.
نوموړي د “قلم” ټولنې هم مننه وکړه، چې د ليکوالو او شاعرانو د هلو ځلو د تشويق لپاره دا ډول غونډې جوړوي.
دغه راز يادې غونډې نوموړو ليکوالو محمدنبي صلاحي او حسام الدين حسام هم ويناوې وکړې او د ملکي خزان هلې ځلې يې وستايلې.
ملکي خزان د لغمان ولايت د مرکز مهترلام ښار د ارمل سيمې اوسېدونکى دى، هغه په ١٣٣٦ لمريز کال کې زېږېدلى دى، لومړنۍ زده کړې يې په لغمان او لوړې زده کړې يې په کابل کې ترسره کړې دي.
هغه پوځي زده کړې په اوکراين کې کړې او تر ډګروالۍ رتبې پورې رسېدلى دى.
خزان اوسمهال د کابل په ښاروالۍ کې دنده لري، تر دې مخکې يې پر بېلابېلو موضوعاتو نهه ټوکه نور کتابونه هم چاپ شوي دي.










