فيروزکوه (پژواک ٣١ زمرى ٩٣): د غور ولايت په مرکز کې له نشه يي توکو سره د مبارزې د پوليسو له خوا په ډزو کې دريو ملکي وکړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د غور د امنيې قوماندان احمد فهيم قايم په وينا، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د فيروزکوه اړوند د الندر کلي دريو کسانو غوښتل د يوه واده مراسمو ته ولاړ شي.
هغه وويل، چې پوليسو دغو دريو کسانو ته چې په يو سراچه موټر کې سپاره وو، د درېدو اشاره کړې، خو هغوى سرغړونه کړې وه.
د امنيې د قوماندان د معلوماتو پر بنسټ، چې وروسته د پوليسو له خوا په ډزو کې يو تن وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.
سرچينې وويل، چې د دې پېښې په تړاو يې د پوليسو څلور منسوبين نيولي او څېړنې پيل شوې دي.
په عين حال کې د غور ولايت د ملکي روغتون رييس جمعه ګل يعقوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له يادې پېښې ورته يو مړى او دوه ټپيان ور وړل شوي وو خو يو ټپي کس چې ټپونه يې سخت وو، کابل ته ولېږل شو.
د الندر کلي يوه اوسېدونکي نجيب الله چې وراره يې په دې پېښه کې وژل شوى پژواک ته وويل: ((وراره يې له دوو نورو ملګرو سره واده روان و، درې واړه غريبکاره وو، له هېڅ ډلې سره يې اړيکې نه درلودې، له سبب پرته پرې ډزې شوې دي.))
هغه د دغه ولايت له چارواکو وغوښتل، چې دا موضوع دې جدي تعقيب کړي او عاملينو ته دې سزا ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له کوچني اختر درې ورځې مخکې د غور د مرکز اړوند په دولتيار سيمه کې ١٤ ملکي وګړي د وسله والو له خوا ووژل شول.










