منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۳ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ګردېز کې د غزل شپه په نوم مشاعره ترسره شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۷ کتنې

ګردېز (پژواک ٣ وږى ٩٣): په پکتيا ولايت کې د ″غزل شپه″ په نوم مشاعره وشوه، چې لسګونه شاعرانو او فرهنګيانو په کې برخه اخيستې وه.

دا مشاعره تېره شپه په مرکز ګردېز کې د اوښتون کلتوري ټولنې له لوري د کوزې پښتونخوا د شاعر ″اسرار اتل″ په ياد جوړه شوې وه.

د يادې ټولنې غړي محمدکريم نوښتګر وويل، چې دا ډول مشاعرې د شعر او ادب تر څنګ د کلتوري ارزښتونو د ژوندي ساتلو لپاره خورا ګټورې دي.

د نوښتګر په وينا، په وروستيو څو کلونو کې پښتو ادب ته ډېر کار شوى او اړتيا ده چې په دې برخه کې نورې هڅې هم وشي.

اسرار اتل په خپلو خبرو کې د پکتيا ولايت له فرهنګيانو مننه وکړه چې د ده په وياړ يې مشاعره جوړه کړې ده.

نوموړي وويل چې شعر او ادب پوله نه لري او نه بايد د هغوى مخه ونيول شي چې ګډ کلتوري ارزښتونه سره نمانځي.

د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس محمدشفا مشفق د ورته مشاعرو جوړول د فرهنګي پرمختګونو لپاره ګټورې وبللې.

نوموړي وويل چې د بېلابېلو سيمو د شاعرانو تر منځ راشه درشه پر شعر د ښې اغېزې تر څنګ د شته ټولنيزو ستونزو د حل لامل کېداى هم شي.

تر ويناوو  وروسته ازاده مشاعره وشوه  چې ګڼو شاعرانو په کې خپل شعرونه وويل.