منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۴ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د ډاکټر پرګنيز د شعري ټولګې مخکتنه وشوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۵۲ کتنې

کابل ( پژواک، ٥ وږى ٩٣ ) : د پښتو ژبې د تکړه شاعر ډاکټر نعمت ګل پرګنيز د لومړۍ چاپ شوې شعري ټولګې” د لمر په ټال کې” مخکتنه وشوه .

د مخکتنې دغه غونډه په کابل کې د ” قلم ټولنې” له خوا جوړه شوې وه، چې پر ليکوال سربېره په کې ګڼ شمېر ليکوالو او فرهنګيانو برخه اخيستې وه او د هغه په شخصيت او شاعرۍ يې خپلې ليکنې او ويناوې واورولې.

د “لمر په ټال کې” ټولګه په دې وروستيو کې خپله د وينا وال له خوا په ١٨٠ مخونو او زرو ټوکونو کې په ښکلې سکښت او صحافت خپره شوې او شاعر په کې په بېلابېلو شعري فورمونو کې شاعري کړې او د ځينو ليکوالو ليکنې هم ورسره مل دي.

ليکوال او کره کتوونکي حسن “حسام” د پرګنيز د شعرونو په اړه په خپله وينا کې د پرګنيز شاعري روانه وبلله او زياته يې کړه:” د پرګنيز ځانګړتيا په دې کې ده، چې په شعر کې خپل مطلب په لنډون رسوي او له زياتو او اضافي خبرو ډډه کوي.”

نعمت پرګنيز د کونړ ولايت اوسېدونکى دى او له تېرو څو کلونو راهيسې شاعرى کوي، خو ددې ترڅنګ يې نثري ليکنې هم کړي او دګڼو فرهنګي ټولنو او ادبي بهيرونو غړيتوب لري.

د شعر او ادب کره کتونکي د مخکتنې دا ډول غونډې د کتاب سره د مينې زياتېدو او ليکوالو او شاعرانو د هڅونې په برخه کې مهمې بولي او په دې اند دي، چې له دې کار سره  اديبان خپل کار ته ځير کېږي او تر پخوا لا زياتې هڅې کوي.

د يادونې ده، چې قلم ټولنې تر دې وړاندې هم په خپل انګړ کې د ګڼ شمېر فرهنګيانو نمانځغونډې او پر نوو خپرو شوو اثارو د مخکتنې غونډې جوړې کړې دي.