کابل(پژواک ٦وږى٩٣): د ټاکنو په اړه د ښځو په ملي کنفرانس کې د ټاکنو د پايلو د ژر معلومېدو او له نوي حکومت څخه په دولتي چارو کې ښځو ته د پام وړ ونډې د ورکړې غوښتنه وشوه.
په ياد کنفرانس کې چې نن په کابل کې جوړ شو، د ملي شورا او مدني ټولنو د يو شمېر ښځينه غړيو ترڅنګ، د اصلاحاتو او همپالنې او تحول او تدوام ټاکنيزو ډلو استازو ګډون درلود.
د ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تدوام ډلې استازې صفيه صديقي، وويل چې په تېرو ټاکنو کې د ښځو پراخې ونډې وښوده،چې له ښځو پرته د سياسي پروسې مخ ته وړل امکان نه لري.
دې وويل،چې په هېواد کې تېرو حکومتونو ښځو ته په دولتي چارو کې لازمه ونډه نه ده ورکړې، خو د افغانستان ښځې هيله لري،چې نوى حکومت ښځو ته په دولتي چارو کې د پام وړ ونډه ورکړي .
هغې زياته کړه : “ښځو ته بايد د ملي شورا ترڅنګ، په قضايي او حکومتي برخو کې هم پراخه ونډه ورکړل شي .”
دې وويل،چې راتلونکى حکومت بايد ښځو ته دا امکانات برابر کړي، چې له زده کړو وروسته، په کور کې د ناستې پرځاى دندو ته ولاړې شي .
هغې زياته کړه : ((موږ غواړو،چې نوى حکومت بايد ښځو ته د سکرټريټ د پست پرځاى د امريت پست ورکړي، تر اوسه ډېرو ښځو ته يواځې د سکرټريټ پستونه ورکړل شوي دي .))
صديقي وويل، چې ښځې د ځينو نارينه وو په څېر له ورکړل شويو واکونو څخه ناوړه ګټه هم نه پورته کوي.
په ياده غونډه کې د اصلاحاتو او همپالنې ډلې استازې حبيبې سرابي هم ټينګار وکړ،چې راتلونکى حکومت بايد ښځو ته د پام وړ ونډه ورکړي .
هغې چې مخکې يې د باميانو د والي په توګه کار کاوه، وويل چې په تېرو څو کلونو کې هم ښځو ته په سياسي چارو کې ونډه ورکړل شوې وه، خو له ستونزو سره مخ وې .
د دې په وينا، که څه هم چې ځينې ښځې د يو لړ دودونو له مخې په رايه ورکولو کې خپلواکي نه لري، خو په تېرو ټاکنو کې د ښځو ونډه د پام وړ وه.
سرابي وايي، ديني علما او راتلونکى حکومت بايد د هغه دود پر وړاندې مبارزه وکړي، چې له مخې يې ښځې د نارينه وو په خوښه رايه کاروي.
دې وويل،چې د افغانستان له قوانينو سره سم ښځې ته د کانديدو حق هم ورکړل شوى، خو کانديدې ښځې د امنيت ترڅنګ په مالي او ټولنيزو چارو کې له ډېرو ستونزو سره مخ کيږي.
په ياده غونډه کې په ولسي جرګه کې د کابل استازې شکريې بارکزۍ وويل،چې راتلونکى حکومت په اړوند چارو کې بايد لږ تر لږه تر ٣٠ سلنې پورې ښځو ته ونډه ورکړي.
هغې وويل، چې دا مهال په دولت کې د ښځو ونډه ٢٥ سلنه ده ، خو ويې ويل چې دا کچه بايد لوړه شي.
دې زياته کړه : ((دا کوم امتياز نه، بلکې زموږ حق دى،چې په راتلونکي حکومت کې ٣٠ سلنه ښځې ونډه ولري.))
بارکزۍ وايي،چې تر دې وروسته ښځې په دوو او درېيو وزارتونو قناعت نه کوي او پخواني دودونه بايد له منځه يوړل شي او ښځو ته لازمه ونډه ورکړل شي .
دې وويل،چې راتلونکو ټاکنو کې د ښځو د پراخې ونډې اخيستو په موخه، بايد ښځې په امنيتي سکتور او ټاکنيزو کمېسيونونو کې هم پر دندو وګومارل شي .
په ياده غونډه کې د ديموکراسۍ انټرنشنل دفتر مشر ذکريا بارکزي هم وويل ،چې په تېرو ټاکنو کې د ښځو ونډه ډيره پراخه وه .
خو ده وويل،چې د افغانستان خلک تمه لري، ترڅو هرڅه ژر د تېرو ټاکنو پايلې معلومې شي، ځکه چې د ټاکنو بريا د هېواد بريا او د ټاکنو ناکامي د هېواد ناکامي ده .
د هغه په وينا، له امنيتي ستونزو سره سره خلکو په ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړ، ترڅو په سوله ييزه توګه له يو منتخب ولسمشر څخه بل منتخب ولسمشر ته واک ولېږدل شي، خو د څو مياشتو په تېرېدو سره لاهم د ټاکنو برخليک نه دى معلوم.
دى وايي په افغانستان کې د سياسي واک د لېږد لپاره له ټاکنو پرته بله لار نشته، خو تېرو ټاکنو او ټاکنيزو ستونزو خلک له ټاکنو زړه تورن کړي دي .
بارکزى وايي، که چيرې واک په سوله ييزو ډول ونه لېږدول شي، هېواد به له بحران سره مخ شي او ډېر تاوان به عامو خلکو ته واوړي .










