منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۴ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

لغمان کې د دوو ښوونځيو ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۳ کتنې

ښرنه-مهترلام (پژواک ٩ وږى ٩٣): په لغمان ولايت کې د دوو ښوونځيو ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې او بلخوا په پکتيکا ولايت کې د کرنې مسلکي لېسې د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي، چې د ۱۹ ميليونه افغانيو په لګښت نن د دغه ولايت په مرکز مهترلام کې د دوو لومړنيو ښوونځي ودانۍ جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد هر ښوونځى ۸ درسي خونې، کتابوتونونه او٢ اداري خونې لري چې د سويډن موسسې په همکارۍ او د سيدا موسسې په مالي لګښت جوړې شوې دي.

د لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي د يادو ښوونځيو پر جوړولو خوښي ښودلې او ويلي يې دي چې له امله به يې سلګونه زده کوونکو ته ښه درسي فضا رامنځ ته شي.

بلخوا د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې په پکتيکا کې يې د کرنې مسلکي لېسې د جوړولو چارې پيل کړې دي.

د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي زده کړو معين محمداصف ننګ د پرانيستې په مراسمو کې وويل چې پر دې ودانۍ د پوهنې وزارت ۱۷ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.

ننګ زياته کړه، دا ودانۍ پر لس جريبه ځمکه په دوو پوړونو کې جوړېږي چې١٦ درسي او اداري خونې به ولري.

د پکتيکا د پوهنې رياست د تخنيکي زده کړو امر شېراحمد اندړ پژواک ته وويل چې دا لېسه تر اوسه خپله ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په دارالعلوم کې تر خېمو لاندې کېني.

اندړ وويل چې زده کوونکي د ودانۍ د نشتوالي له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي او د ودانۍ په جوړېدو سره به يې شته ستونزې هوارې شي.

هغه وويل چې د دې لېسې د ودانۍ چارې به په څو مياشتو کې بشپړې شي.

د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، د پکتيکا ولايت د کرنې مسلکي لېسه نږدې ۱۶۰ زده کوونکي لري او کال تر بله يې د زده کوونکو شمېر ډېرېږي.