ژبه

رقابتي سياليو د خوست د زده کوونو پر پوهنيز بهير مثبت اغېز کړى

خوست (پژواک ١٢ وږى ٩٣): د خوست ولايت د پوهنې رييس وايي چې د نجونو ښوونځيو تر منځ رقابتي سياليو د زده کوونکو ښوونيزه کچه لوړه کړې ده.

بخت نور بختيار پژواک اژانس ته وويل چې يادې سيالۍ د (ټولنې نښلونې) په نوم د يوې غيرې دولتي موسسې په مالي ملاتړ د نجونو د ښوونځيو تر منځ د کال په سر کې پيل شوې دي.

هغه زياته کړه چې د يادو سياليو په لومړي پړاو کې د بېلابېلو ښوونځيو سلګونو نجونو ګډون کړی و او نن پرې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې دولتي چارواکو هم ګډون درلود، جايزې ووېشل شوې.

بختيار وويل چې دغو رقابتي سياليو په زده کړو کې د پرمختګ تر څنګ په ټوليز ډول د ټولو نجونو او هلکانو زده کوونکو پر پوهنيزې وړتيا مثبت اغېز کړی دی.

نوموړی زياتوي: ((دغو سياليو د زده کړو په برخه کې د نجونو په هڅونه کې زياته مرسته کړې او د هغوی په مطالعه کې يې څو چنده زياتوالی راوستلی دی.))

د ټولنې نښلونې موسسې يوه مسوول کريم الله پژواک ته وويل، غواړي چې د پوهنې د بهير د ګړنديتوب لپاره د پوهنې رياست په چوکاټ کې دې ته ورته نور پروګرامونه هم جوړ کړي.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي په دې غونډه کې وويل، هڅه کوي چې په ټوليز ډول د پوهنې د پرمختګ پر وړاندې پرتې ستونزې هوارې کړي.

هغه وويل، چې ولايتي اداره يې هڅه کوي، چې د زده کوونکو په ځانګړي ډول ښځينه هغو ته زياتې اسانتياوې برابرې کړي

د خوست د ولايتي شورا رييس سيدکريم خاکسار يادو مراسمو ته په خبرو کې په دغه ولايت کې يو شمېر کسان تورن کړل چې په لوی لاس د پوهنې د بهير په مخ کې خنډونه جوړوي.

که څه هم هغه په دې برخه کې د چا نوم وانه خيست، خو ترې ويې وغوښتل چې نه يوازې د خنډونو له جوړولو لاس واخلي، بلکې د پرمختګ زمينه هم ورته برابره کړي.

د خوست د مدني ټولنې يوې غړې ماريا حبيبي پژواک ته وويل چې کال په کال په دغه ولايت کې د نجونو د زده کړو په برخه کې پرمختګ رامنځته کېږي او تر ډېره ورته لازم امکانات برابر شوي دي.

هغې وويل چې پر دې سربېره په ځينو سيمو کې د کلتوري محدوديتونو له امله نجونې ښوونځيو ته له تګ څخه منع کېږي چې په دې برخه کې پراخ عامه پوهاوی وشي.

د غونډې ګډونواله عاطفه چې د خوښت ښار د نجونو لېسې د اتم ټولګې زده کوونکې ده پژواک ته وويل، چې د ښوونځيو په رقابتي سياليو کې يې برخه اخيستې وه.

هغه وويل چې له هرې لېسې څو زده کوونکو په دغو سياليو کې ګډون درلود چې په پايله کې يې د ځينو لېسو زده کوونکو لومړي مقامونه ترلاسه کړل.

هغې وويل: ((دې ذهني سياليو زما سويه لوړه کړه. هيله ده چې داسې پروګرامونه دوام پيدا کړي.))

د چارواکو په وينا، د دغه ولايت له ۳۴۴ ښوونځيو څخه په ۷۲ ښځينه ښوونځيو کې کابو ۹۴ زره نجونې پر زده کړو بوختې دي او دا شمېره کال په کال زياتېږي.

ورته موضوع