منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۹ غ.و
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د پوهنې وزير: د سواد په برخه کې د نړيوالې ټولنې مرستې ته اړتيا ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

کابل (پژواک ١٧ وږى ٩٣): په تېرو ١٢ کلونو کې څه باندې ٤،٥ ميليونه افغانان د سواد له نعمت څخه برخمن شوي، خو لا هم اوه ميليونه نور له دغه نعمت څخه محروم دي.

فاروق وردګ د سواد نړيوالې ورځې په مناسب (د سپټمبر ٩مه) په خپل يوه خپاره کړي پيغام کې ويلي چې ١٢ کاله وړاندې په هېواد کې د نالوستو وګړو ټوليز شمېر ١٢ ميليونو ته رسېده.

د پوهنې وزير په خپلو خبرو کې ويلي: ((موږ  دغو برياليتوبونو ته په پام سره لا هم د ګرانو هېوادوالو همکارۍ ته اړتيا لرو، د ګرانو والدينو، ښکېلو اړخونو او د پوهنې نړيوالو دوستانو او همکارانو مرستې ته سخته اړتيا لرو، څو د سواد حياتي په برخه کې خپلې ټولې هڅې او مرستې له موږ سره همغږې کړې.))

د پوهنې وزير له افغان کورنيو څخه غوښتنه کړې چې خپل په شرايطو برابر ماشومان ښوونځي ته واستوي.

نوموړي همدارنګه له هغو کسانو چې عمر يې ښوونځي ته د  شاملېدو نه دى، غوښتنه کړې چې د سواد زده کړې په کورسونو کې شامل شي.

وردګ زياته کړه چې د پوهنې وزارت د خلکو په همکارۍ د بېښوادۍ پر وړاندې د مبارزې پروسه  څو چنده ګړندۍ کوي او په دې برخه کې به له هېڅ ډول کوښښ او هڅې څخه درېغ نه کوي.

سرچينې ليکلي چې اوسمهال ٧٩٦ زره کسان په ٣١٨٤٣ کورسونو او د سواد حياتي په ٧٨ ښوونځيو کې د سوادي زده کړې روزنه ورکول کېږي.