خوست (پژواک ١٩ وږى ٩٣): د خوست والي او خلکو د دغه ولايت د ملکي هوايي ډګر جوړېدو ته د حکومت د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
د خوست د هوايي ډګر د جوړېدو کارونه يو کال مخکې د ۱۴ ميليونه ډالرو په لګښت پيل شول خو له تېرو دوو مياشتو راهيسې يې چارې په ټپه درېدلې دي.
د دغه ولايت يوه اوسېدونکي فيض محمد پژواک اژانس ته وويل چې که د هوايي ډګر د جوړېدو چارې ځنډېږي نو هيله نه لري چې په څو کلونو کې يې کارونه بشپړ شي.
نوموړی له دولتي چارواکو وغوښتل چې د دغه هوايي ډګر د جوړېدو چارې وڅاري او پرته له ځنډه د يادې پروژې کار پيل او پلې کېدو ته يې ګړنديتوب ورکړي.
د خوست اوسېدونکي ياسين پژواک اژانس ته وويل دوی تمه لرله چې په بهر په ځانګړې توګه عربي نړۍ کې مېشت خوستي مسافر به ډېر ژر خوست او بيا له دې ځايه بهر ته الوتنې ولري.
نوموړي زياته کړه: ((موږ ويل چې دغه هوايي ډګر په نړيوال معيار وي خو ګورو چې د ځغاست ليکه او نورې برخې يې په ټيټ کيفيت جوړېږي او سمنټ يې په لاس رېژېږي.))
شمېرې ښيي چې خوست دا مهال يوازې په متحده عربي اماراتو کې تر سل زرو ډېر مسافر لري او هيله لري چې د هوايي ډګر په جوړېدو به مستقيماً دغه ولايت ته الوتنې کوي.
د خوست د ولايتي شورا رييس سيد کريم خاکسار پژواک ته وويل چې که د هوايي ډګر د جوړولو کارونه همدا ډول ځنډېږي نو په کلونو، کلونو به د خوستيانو دغه ارمان پوره نه شي.
هغه زياته کړه چې په ټيټ کيفيت سره د هوايي ډګر د ترسره شوو کارونو او دغه راز د کار د ځنډېدو په اړه يې خپله اندېښنه له مسوولو چارواکو سره شريکه کړې ده.
خاکسار زياته کړه: ((د خوست ملکي هوايي ډګر د پروژې د ټيټ کيفيت او د ځنډېدو په اړه مو له مرکزي دولت سره څو ځلې خبرې کړې، خو تر اوس يې کوم غبرګون نه دی ښودلی.))
د خوست والي عبدالجبار نعيمي پژواک ته وويل چې د دغه ولايت د ملکي هوايي ډګر د پروژې په قرارداد کې ځينې ستونزې او د کارونو ټيټ کيفيت د دې پروژې د ځنډ لامل دى.
والي د تېر په څېر وويل چې د يادې پروژې قراردادي شرکت او مسوولين يې په رسمي توګه ولايتي ادارې ته نه دي ورپېژندل شوي.
نعيمي زياته کړه: ((دغه پروژه د ځينو مافيايي کړيو لاسته لوېدلې ده.))
هغه د يادو مافيايي کړيو نومونه افشا نه کړل.
دى وايي: ((له دې پروژې د فوټبال توپ جوړ دى، په لومړيو کې يې په کابل کې پر قرارداد معاملې وشوې. اوس که څوک د دې پروژې د کيفيت په اړه خبرې کوي، نو په مرګ ګواښل کېږي.))
والي نعيمي د ترانسپورت، ماليې او د اقتصاد له وزارتونو غواړي چې د دغه هوايي ډګر په پروژه کې د کېدونکي اختلاس د مخنيوي لپاره يو باصلاحيته پلاوى ور ولېږي.
د فيض ساختماني شرکت چې د يادې پروژې د پلي کولو مسووليت يې پر غاړه اخيستی يو تن مسوول انجنير عنايت الرحمن دا خبره نه مني چې ګني د پروژې په قرارداد کې معامله شوې او يا په ټيټ کيفيت ترسره کېږي.
عنايت الرحمن د هوايي ډګر د پروژې د کارونو د ځنډېدو غټ لامل ځيني اقتصادي ستونزې يادې کړې.