ترينکوټ (پژواک ٢٣ وږى ٩٣): په اروزګان ولايت کې يو شمېر هغه کلينيکونه او درملتونونه تړل شوي چې د فعاليت جواز يې نه درلود.
د دغه ولايت د عامې روغتيا مسوولين وايي چې دوى په دغه ولايت کې د بې جوازه کلينيکونو او درملتونونو د تړلو لړۍ پيل کړې ده.
دوى وايي چې په دغه ولايت کې يو شمېر کلينيکونه او درملتونونه د فعاليت جواز نه لري او پر خپل سر يې پرانيستي دي.
د اروزګان د عامې روغتيا رييس ډاکټر مياخېل د وږي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى دغه پروسه د يوه کمېسيون په وسيله چې په کې د ولايت مقام، امنيه قومانداني، ملي امنيت نورې ادارې هم په کې شتون لري، پر مخ وړي.
هغه زياته کړه چې دا ډول کسان نه يواځې په غير معياري ډول روغتيايي خدمات وړاندې کوي بلکې د خلکو ژوند يې هم له ګواښ سره مخ کړى دى.
د عامې روغتيا د رييس په وينا، دغه پروسه د خلکو تر شکايتونو وروسته په لاره اچولې ده.
دى وايي چې ياده پروسه روانه ده او په پايله کې به يې لسګونه خصوصي کلينيکونه او درملتونونه وتړل شي.
د خيرالناس په نوم د يوه خصوصي کلينيک مسوول ډاکټر اميرمحمد پژواک اژانس ته ومنله چې د فعاليت جواز يې نه درلود او په پلان کې لري چې ژر تر ژره جواز ترلاسه کړي.
هغه زياتوي چې له تېرو څو کلونو راهيسې کلينيک لري، خو تر اوسه چا ترې د فعاليت د جواز پوښتنه نه وه کړې.
له بلې خوا د ترينکوت ښار ګڼ شمېر اوسېدونکي د عامې روغتيا رياست له دې فعاليت څخه خوښ دي.
د ترينکوټ ښار د درفشان سيمې يوه اوسېدونکي جمعه ګل پژواک اژانس ته وويل چې په کلينيکونو کې سم ډاکټران نه وي، يو څو قابلې او نرسان يې په کې کېنولي وي او د خلکو پر ژوند لوبې کوي.
هغه زياتوي چې دوى له رسمي جواز پرته فعاليت کوي او له حکومت يې وغوښتل چې تر هغې پورې ورته د کار جازه ورنه کړي چې جواز يې نه وي ترلاسه کړى.










