منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۱ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د ملي اردو د چورلکې د ټکر له امله يو تن وژل شوى او ٨ ټپيان دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۴ کتنې

اروزگان (پژواک ٢٣ وږى ٩٣): د اروزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې د ملي اردو يوې چورلکې د تخنيکي عوارضو له امله ټکر کړى، چې په پايله کې يې يو تن وژل شوى او اته نور ټپيان دي.

د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب د وږي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه نن مازيګر په شاوخوا پنځو بجو د يادې ولسوالۍ د مرکز په هوايي ډګر کې رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې چورلکې غوښتل، په هوايي ډګر کې کښېني، خو د تخنيکي عوارضو له امله له کنټروله وتلې او له دېوال سره يې ټکر کړى دى.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې يو پيلوټ او شپږ د چټک غبرګون پوځيان ژوبل شوي دي.

خو په اروزګان کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال محمد رسول کندهاري بيا پژواک ته وويل، چې په دې پېښه کې د چورلکې يو امنيتي کس وژل شوى، دوه پيلوټان او ٦ د چټک غبرګون قطعې سرتېري ټپيان شوي دي.

د ده په خبره، ټپيان مرکز ترينکوټ ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.

هغه زياتوي، نن له مرکز ترينکوټ څخه ګيزاب ولسوالۍ ته د عملياتو په موخه درې چورلکې تللې وې، چې دوه يې رسېدلې او درېيمې چورلکه د کښېناستو پرمهال کنټرول له لاسه ورکړى او د ميدان له مخامخ دېوال سره لګېدلې، چې په ترڅ کې يې ياده مرګ ژوبله اوښتې ده.