ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بېلا بېلو عملياتو کې ٤٤ وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

په بېلا بېلو عملياتو کې ٤٤ وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
16 Sep 2014 - 14:29
په بېلا بېلو عملياتو کې ٤٤ وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
16 Sep 2014 - 14:29

کابل (پژواک ۲۵ وږی ۹۳) : چارواکي وايي ، چې د کاپيسا، غزني، ميدان وردګ او کونړ ولايت په بېلا بېلوامنيتي پېښو کې ٤٤ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني د وږي په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ددې ولايت په ده يک او ګيلان ولسواليو کې ۹ وسله وال وژل شوي او۷ نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه، چې ملي ځواکونو نن د ده يک ولسوالۍ د رباط په سيمه کې د عملياتو پر مهال څلور وسله وال وژلي او پنځه نور يې ټپيان کړي دي.

دده په خبره ، په وژل شويو کې د ابويحيی په نوم يو عرب وسله وال او د قاري ياسين په نوم يو قوماندان هم شامل دي.

 سلطاني دغه راز وويل ، چې په ګيلان ولسوالۍ کې پنځه وسله وال وژل شوي او دوه نور يې ټپيان دي.

د هغه په وينا، په دې عملياتو کې ملي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو د نننيو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي، خو طالب وياند مجاهد پرون ويلي و ، چې په ده يک کې دوه طالبان وژل شوي.

بلخوا د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي، چې په بېلا بېلو عملياتو کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

ددې ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس  ته وويل، چې دغه عمليات د ګډو افغان ځواکونو له لوري د نرخ ولسوالۍ په شهاب الدين، قلعه سنګي، تيتمور او بادام سيمو کې ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دې عملياتو کې ١٥ وسله وال وژل شوي، يو ټپي دى او په وژل شويو کې  دوه قوماندانان هم شامل دي.

بلخوا د کونړ چارواکي وايي، چې د بې پيلوټه الوتکې بريد کې څلور وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د مرورې ولسوالۍ د برولو په سيمه کې د ايتلافي ځواکونو د بـــې پيلــوټه الوتکې په بريد کې څلور وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په وژل شويو کې يو پاکستانى وسله وال هم شامل دى .

تراوسه وسله والو طالبانو ددې بريد په اړه څه نه دي ويلي.

امنيه قوماندان دا هم وويل چې پاکستانيو ځواکونو پر دانګام او شيګل ولسواليو ٤٦ توغندي ويشتلي ، چې خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.

په کاپيسا کې د امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې ۸  وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز د کاپيسا ولايت امنيه قوماندان عبادالله تلوار وايي ، چې په تګاب ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال پنځه وسله وال وژل شوي او درې نور يې ژوبل شوي دي.

هغه زياته کړه، دا عمليات له تېرو څو ورځو راهيسې په دې ولايت پيل شوي دي.

خو دسيمې ځينې اوسېدونکي وايي، چې په دې عملياتوکې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.