فيروزکوه(پژواک، ٢٧ وږى ٩٣): په غور ولايت کې د جاپان په مرسته څلور ښوونځي په داسې حال کې جوړ شول، چې ددغه ولايت ٩٠ سلنه ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په خېمو او نا مناسبو ځايونو کې درس وايي.
د پوهنې چارواکي وايي، چې دغه ګډ منځني ښوونځي د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق( يونيسف)او په کابل کې د جاپان سفارت په ټولنيز ډول څه باندې ٤٨ ميليون افغانيو مالي لګښت جوړ شوي دي.
يو ښوونځى د غور د مرکز فيروز ښار په مهاجرين سړک او درې نور يې د ښار په اطرافو کې په کندوال، اشترخان او خواجه بهاري کليو کې موقعيت لري.
د غور د پوهنې رييس صبغت الله اکبري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په هر ښوونځي څه باندې يو ميليون افغانۍ لګښت راغلى او په ټوليز ډول څه باندې دوه زره نجونې او هلکان په کې درس ويلى شي.
هغه زياته کړه، چې هر ښوونځى اته درسي ټولګي ، اداره، ميز او څوکۍ، ورزشي ميدان، د اوبو رسولو شبکه او د انګړ دېوال لري، چې د يوه کال په اوږدو په يوه پوړ کې جوړ شوي دي.
دغه ښوونځي داسې مهال جوړېږي، چې زده کوونکو تر خېمو او شنه اسمان لاندې درسونه ويل.
د اشترخان ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکي شاه محمد وويل:((زه نن زيات خوشحاله يم، چې ښوونځى مو مېز او څوکۍ لري، له دې وروسته کولى شو، چې په سمه توګه درس ووايو.))
هغه زياته کړه، چې پخوا يې په خلاصه فضا کې سبق لوسته، کله کله به ناروغان شول او کورنيو اجازه نه ورکوله، چې ماشومان يې دې ښوونځي ته ولاړ شي، خو اوس مهال دغه ستونزه حل شوې ده.
د خواجه بهاري ښوونځي سر ښوونکى غلام حيدر وايي، چې دغه ښوونځى دوه سوه زده کوونکي لري ، پخوا يې ودانۍ نه درلوده او دغه ستونزه ددې لامل کېده، چې کمه حاضري ورکړي.
هغه زياته کړه، کله به چې زده کوونکي ښوونځي ته راتلل، نو سبق ته نه ځير کېدل، نو نن دغه ستونزه حل شوه ، د مېز او څوکيو په ګډون ټول امکانات د هغوى په واک کې ورکړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په غور ولايت کې د زده کوونکو ټوليزه شمېره څه باندې ٢٢٣ زره تنه ده، چې له دې ډلې ٨٤ زره نجونې دي، خو لا هم ٩٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې په خېمو او د ونو تر سيورو لاندې سبق وايي.
د پوهنې رياست وايي، چې د ٧٢ ښوونځيو د جوړونې کار دوام لري او د ١٣ نورو ښوونځيو لاسليک هم شوى دى، چې د روان کال په اوږدو کې به جوړ شي، خو سربېره هم پر دې هم د زده کوونکو ستونزې د سرپناه له اړخه نه شي حل کولى.
په ورته وخت کې د پوهنې رياست د اداري ودانۍ د جوړولو کار پيل شو.
دغه ودانۍ د نړيوال بانک له بوديجې څه د ١٣ ميليون افغانيو په لګښت په پاخه او اساسي ډول په څلورو پوړونو کې ددې کال تر پايه جوړېږي، چې ٣٤ خونې به ولري.
دغور والي سيد انور رحمتي وويل، چې ددغې ودانۍ په جوړېدو سره به د پوهنې رياست د کارکوونکو د ځاى او کاري دفتر د کمښت ستونزه حل شي.










