منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۸ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ملګرو ملتونو افغان ځوان (ننګيالي اتل) ته د زړورتيا جايزه ورکړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۵ کتنې

کابل (پژواک ٣ تله ٩٣): د نړۍ د زړورو ځوانانو په ډله کې سږ کال يوه افغان ٢٦ کلن ځوان ننګيالي اتل هم د نجونو د زده کړو په برخه کې د ترسره کړو ښو هڅو له امله د ملګرو ملتونو د زړورتيا جايزه واخيسته.

د ميدان وردګو د چک ولسوالۍ د يوه لري پروت (شيخ ياسين) کلي د يوه بزګر په کور کې زېږېدلي او ستر شوي ځوان به کله هم دغه فکر نه کاوه چې امريکا ته به د زده کړو لپاره ځي او د مبارز ځوان په توګه به د ملګرو ملتونو د “زړورتيا” جايزه خپلوي.

دغه جايزې روانه اونۍ په نيويارک ښار کې د ملګرو ملتونو د ځوانانو په اسمبلۍ کې د نيلسن منډيلا د مېرمنې ګراسا ماشيل، د انګلستان د پخواني لومړي وزير ګورډن براون او يو شمېر نړيوالو مشرانو له خوا د ننګيالي اتل په ګډون د سوماليا، هندوستان، سريليون او پاکستان پنځو ځوانانو ته ورکړل شوې.

ننګيالي اتل د دې جايزې د ترلاسه کولو پر مهال ويلي: “دا جايزه مې مور او پلار ته ډالۍ کوم، چې د چوک په سر او د خلکو په کورونو کې د مزدورۍ تر څنګ يې سخت کارونه وکړل، خو د خپل اولاد د تعليم له حق نه تېر نه شول.”

ننګيالي اتل له پژواک خبري اژانس سره په دې اړه په ځانګړې مرکه کې وويل چې د دې جايزې ترلاسه کول ورته يو خوب ښکارېده. هغه زياته کړه: “کله مې هم دا خوب نه و ليدلى، خو سخت کوښښ مې وکړ او کله کله به مې سوچ ته راغلل چې کېدای شي ډېر مخ ته لاړ شم.”

اتل زياته کړه، د هغې ورځې په هيله دى چې په افغانستان کې کليوال ځوانان د ټوپک پر ځاى د نړيوالو جايزو او مډالونو د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي.

هغه وويل: “زما ځانګړى هدف دا دى چی په افغانستان کی د خويندو د تعليم په پرمختګ کې خپله ټوله انرژي په کار واچوم.”

په کابل کې د امريکا سفارت د رسمي فيسبوک پاڼې په قول، دغه جايزه هر کال ممتازو او زړورو محصلينو ته ورکول کېږي او سږ کال دغه جايزه د ملګرو ملتونو له خوا يوه  افغان ځوان ننګيالي اتل ته هم په افغانستان کې د نجونو له تحصيل څخه د ملاتړ له امله ورکړل شوې ده.

ننګيالى اتل د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ د شيخ ياسين په نوم د يوه لري پراته کلي اوسېدونکى دى.

ښوونځى يې تر لېسې دورې پورې د خپلې سيمې د حضرت عمر فاروق په ښوونځي کې بشپړه کړې، ليسانس يې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون له انګليسي څانګې اخيستى او نږدې يو نيم کال وړاندې امريکا ته د ماسټري زده کړو لپاره تللى دى.

نوموړى له څو ځلې هڅو وروسته وتوانېد چې د امريکا متحده ايالاتو ته د فلبرايټ بورس له لارې بريالى او په ګولډين ګېټ پوهنتون کې د بشري منابعو په برخه کې د ماسټرۍ زده کړو ته ومنل شي.

خو د دې تر څنګ د کاري اړيکو په برخه کې د کليفورنيا ايالت په برکلي پوهنتون کې هم پر څېړنه بوخت دى.