منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۹ غ.و
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

“ډېر ژر به ټول ښوونکي د رتبو او معاشونو د نوي سيستم پر اساس معاشونه واخلي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۲ کتنې

کابل ( پژواک، ١٣ تله ٩٣ ) : د پوهنې سرپرست وزير ډاکتر فاروق وردګ وايي چې ډېر ژر به ټول ښوونکي د رتبو او معاشونو د نوي سيستم پر اساس معاشونه واخلي .

د ياد وزارت لخوا دتلې په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د پوهنې سربرست وزير يادې څرګندونې د ښوونکي د ورځې په مناسبت پخپل پيغام کې کړې دي.

د تلې ١٣مه، په ټول هېواد کې د ښوونکي د ورځې په توګه لمانځل کېږي .

په دغه پيغام کې د پوهنې وزير ټولو ښوونکو ته له خپله اړخه او د افغانستان د پوهنې د وزارت د مشرتابه په استازيتوب  د ښوونکي د ورځې د رارسېدو مبارکي ورکړې ده.

هغه زياته کړې : (( د ښوونکو دنده ډېره سپېڅلې او د درنښت وړ ده ، د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) په ټولنه کې د ښوونکي د مقام ډېر لوړ ښودلى دى. ))

په پيغام کې راغلي، د پوهنې وزارت مشرتابه وياړي ،چې د هېواد د ښوونيزو موسسو درنو ښوونکو د خپل هېواد د پرمختيا د مسووليت درک کولو له اړخه د نړۍ د پوهنې او زده کړو له کاروان سره افغان کاروان ګام په ګام پرمخ روان کړی .

د پوهنې وزير ډاکټر فاروق وردګ ويلي، چې تر دې مهاله ۱۸۶ زره ښوونکي د رتبو او معاشاتو نوي سيستم ته داخل شوي او پربنسټ يې په منځنۍ کچه د پخواپرتله د ښوونکو په تنخواګانو کې ۷۸ په سلو کې زياتوالی راغلی دی .

نوموړي زياته کړې، چې  پردې سربېره نږدې ۱۷ نيم زره نورو ښوونکو هم ددوی د وړتياوو د ارزونې ازموينه په برياليتوب سره تر سره کړې ،چې دوی به هم ډېر ژر د رتبو او معاشاتو نوي سيستم ته ورداخل کړل شي او ډېر ژر به ټول ښوونکي د رتبو او معاشونو دنوي سيستم پر اساس تنخوا واخلي .

د هغه په وينا، بلخوا د ښوونکو د ژوند دښه والي په موخه په بېلا بېلو ولايتونو کې ۱۰۵ زره ښوونکو ته يوه يوه نمره ځمکه د کور جوړولو په موخه وېشل شوې  او پاتې نورو ښوونکو ته هم دغه چاره روانه ده .

ده زياته کړې : (( موږ ژمنه کوو تر هغه به دغه چاره روانه وي ،چې ټولوښوونکو ته د کورلپاره  يوه يوه نمره ځمکه ووېشل شي . ))

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په ټول هېواد کې ۲۲۱ زره ښوونکي، مدرسين او استادان، چې ۳۱ په سلو کې يې مېرمنې دي ، په څه باندې ۱۷ زره ښوونځيو، ديني مدرسو، تخنيکي او مسلکي مرکزونوکې ،څه باندې ۱۱ نيم ميليونه زده کونکو ، طالب العلمانو، او د نيمه عالي تعليماتو د موسسو محصلينو ته چې ۴۲ په سلو کې يې نجونې دي تدريس کوي.