منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۹ غ.م
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

ولسمشر احمدزي د ۴۰۰ بستريز روغتون د ناروغانو پوښتنه وکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۳ کتنې

کابل (پژواک، ۱٤ تله ۹۳ ): ولسمشر ډاکټر اشرف غني وايي، چې د ناروغانو د ليدلوري له مخې بايد يوه بېطرفه او سراسري څېړنه وشي، ترڅو پوه شو، چې ناروغان له څه ډول ستونزو سره مخ دي ، چې ژر تر ژره ورته د حل لاره ولټول شي.  

له ارګ څخه د تلې په ۱٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې ولسمشر احمدزي دغه څرګندونې تېر ماښام د اختر په دويمه ورځ د سردار محمد داوود خان له۴۰۰ بستريز روغتون څخه دليدنې پر مهال وکړې.

احمدزي د دغه روغتون له کارکوونکو، پوځي او ملکي ناروغانو او ټپيانو سره اختر مبارکي وکړه. 

نوي ولسمشر په دغه کتنه کې د امنيتي ځواکونو له ټپيانو او ملکي ناروغانو څخه د هغوی روغتيا يي حالت وپوښت او چارواکو ته يې لارښوونه وکړه، چې په دغه روغتون کې شته ستونزې راکمې او ناروغانو ته جدي پاملرنه وکړي. 

احمدزي څرګنده کړه ،چې د ياد روغتون له کارکوونکو ملاتړ کوي، خو شته ستونزې بايد سره شريکې او د حل لاره ورته ولټول شي.

 د يادونې ده، چې پخوا ياد روغتون په ٤٠٠ بستريز مشهور و، چې په وروستيو کلونو کې  د سردار محمد داوود خان څلور سوه  بستريز روغتون په نوم نومول شوى دى.